د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د نیولو امر وشو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د حساب ور کونې محکمې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د نیولو امر وکړي.
په محکمه کې د نواز شریف، د هغه د لور مریم نواز او د هغې د خاوند کفټن صفدر په خلاف درې دوسیې واورېدل شوې.
په دوو دوسیو کې نواز شریف د نیول کېدلو امر وشو، خو نوموړی په ضمانت له نیول کېدو ژغورل کیدی شي

.
محکمه د دوی د دوسیو په هکله د نومبر پر دریمه بله ناسته لري او قاضیانو وویل، که نواز شریف راتلونکې ناستې ته حاضر نه شي ضمانت یې نشي کېدلی.
د محکمې له غونډې وروسته د نواز شریف لور مریم نواز رسنیو ته وویل، دا د پاکستان لپاره نازک وخت دی:
"پر ولسواکۍ خبرې خیانت بلل کېږي، عدالت غوښتنه د عدالت سپکاوی بلل کېږي".
 
د هغې مېړه کېپټن صفدر هم له محکمې بهر وویل، د پاکستان ۲۲ کروړه یا ۲۲۰ میلیونه خلک غواړي چې له نواز شریف سره زیاتی ونه شي:
دا نظریه له پاکستان سره زیاتی دی او د پاکستان له دولت سره زیاتی دی. اخر دې خلکو څو ځلې نواز شریف لرې کړ؟ خو الله درې ځلې لومړی وزیر کړ.
نواز شریف ته تر ۱۵ ورځو اجازه وه چې محکمې ته حاضر نه شي، خو دا وخت د اکتوبر پر ۲۴ پای ته ورسېد.
د نواز شریف وکیل خواجه حارث په محکمه کې وویل، چې موکل یې پاکستان ته راتلل غواړي، خو د مېرمنې وضعیت یې خراب دی.
نواز شریف د هغې د لیدلو لپاره له سعودي عربستان څخه برتانیا ته لاړ.
ګلثوم نواز سرطان نیولې او له څه مهال راهیسې یې په لندن کې درملنه کېږي.
تېر ځل هم چې نواز شریف د خپلې مېرمنې لیدلو ته تللی و داسې اوازه وه چې هېواد ته به ستون نه شي.
خو نواز شریف هېواد ته ستون شو.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف- چې د درغلۍ په تور د دغه هېواد سترې محکمې د روان عیسوي کال په جولای میاشت کې له دندې ګوښه کړ- اوس يې هم د دغه هېواد په احتساب محکمه کې قضیه روانه ده.
دا دوسیې یوه په بهر کې د پټو شتمنیو، دویمه د العزیزیه پولادو کمپنۍ او د ریمه په لندن کې د کور په تړاو ده، چې د سترې محکمې په خبره پکې درغلي ښکاري.
محکمې ته د پنجشنبې په ورځ د مسلېم لیګ ګوند لوړپوړي غړي، وکیلان، په حکومت کې د نواز شریف د ګوند وزیران هم ورغلي و.
د دې دوسیې پر مهال د محکمې مخ ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو شمېر ډېر شوی دی.