د چین ولسمشر تر ټولو لوړ سياسي دريځ خپل کړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د چين واکمن کمونېست گوند په يوه خوله پرېکړه کړې چې د ولسمشر شي جېن پېنگ نوم او افکار د گوند د اساسنامې برخه وگرځوي.

له دې سره د چين اوسنى ولسمشر د معاصر چين بنسټ اېښوونکي ماو زيدونگ ته ورته معنوي دريځ مومي.

دا پرېکړه د چين کمونست گوند د کنگرې په پاي کې وشوه.

د کمونست گوند دغه اقدام په دې مانا کېداى شي چې د ولسمشر شي پر وړاندې هر راز ولاړېدونکې ننگونه د ټول واکمن کونست گوند پر وړاندې ننگونه وبلل شي چې له امله يې نوموړى له ماو زيدونگ وروسته په تر ټولو ځواکمن ولسمشر بدل

شو.

د کانگريس په دغه غونډه کې چې د چين د خلکو په ستر تالار کې جوړه شوې وه د گوند ٢٠٠٠ غړي راغونډ شوي و، دوي پرېکړه وکړه چې د سوسياليزم په تړاو د شي نظريات د چين د خصوصياتو په پام کې کې نيولو سره د کمونست گوند په اسا سنامه کې ور زيات شي .

دغونډې په پاي کې له برخوالو وپوښتل شول که ورسره څو ک مخالفت ولري ، ټولو په اوچت غږ وويل چې ورسره مخالفت نه لري

د شي جېن پېنگ لاسته راوړنې

ښاغلي شي له ٢٠١٢ کاله راهېسې په تدريجې ډول په دغه هېواد کې پر واک خپلې منگولې ټينگې کړې. نوموړى وتوانېد له اقتصادي او سياسي پلوه چين په ښه دريځ کې وساتي.

د چارو څارونکي تېرو پنځو کلونو کې د ښاغلي شي د مهمو لاسته راوړنو نچوړ داسې وړاندې کوي.

شي جين پېنگ ځواکمن ولسمشر

تر شي جېن پېنگ وړاندې نورو چينايي مشرانو هم خپل اندونه د چين د کمونېست گوند په اساس نامه کې ورشامل کړي، خو ځانونه يې د دغه گوند له بنسټ ايښوونکي "ماو" سره نه دي برابر کړي .

اوس چې کوم نوى دريځ ښاغلي شي ته ورکړل شوى، تر دې وړاندې د چين د کمونست گوند بنسټ ايښوونکي "ماو" او په ١٩٨٠ لسيزه کې د اقتصادي اصلاحاتو له امله ولسمشر دېنگ شياو پېنگ ته ورکړل شوى و.

وکټور گاو چې په تېر کې د ښاغلي دېنگ ژباړونکي پاتې شوى وايي، دغه پرمختيا به د چين بڼه په را روانو څو کلونو کې بدله کړي.

"دا په دې مانا ده که په راتلونکو څو کلونو کې ولسمشر شي جېن پېنگ هر راز سياسي درېځ خپلوي ډير زيات وزن به ولري او په چين کې به يې زيات درناوى کېږي. دا به د چين د تېرو دوه نسلونو مشران ولسمشر ژېن ژيامين او د ولسمشر هوجن تاو ارزښت به ، د تحليل او شننې له پلوه تر ده راښکته کړي. دا د چين نوى پېر دى. او پرته له شکه دا په چين کې يو بي سارې تاريخي پرمختيا ده."

د ښاغلي شي مفکورې د چين معاصر تاريخ دريم څپرکى جوړوي.

لومړي هغه يې د ماو وه، چې چې له کورنۍ جگړې وروسته جنگ ځپلې هيواد يې سره يوموټى کړ، دوهم د ېنگ شياو پېنگ پېر و چې هيواد يې له اقتصادي پلوه په پښو ودراوه، او دريمه مرحله هم د ولسمشر شي ده چې هيواد نور زيات سره يو موټى کړى دى.