امریکا: نوې ستراتیژي به په ټول ځواک پلې کړو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن کابل ته تللی او له افغان ولسمشر سره یې په کتنه کې د افغانستان او سیمې پر اقتصادي او امنیتي مسلو خبرې کړي دي.

په ناسته کې اجراییه مشر عبدالله عبدالله او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر هم ګډون درلود.

نن دوشنبه (د اکټوبر ۲۳) د امریکا له سفارته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لورو په افغانستان کې د سولې، ثبات او اوږدمهالې سوکالۍ په راوستلو ټینګار وکړ

.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې سټراتېژۍ کې په ډاګه شوې چې له افغانستان او په سیمه کې نورو شریکانو سره په ګډه کار کوي چې په افغانستان کې سوله راولي او د ترهګرو پټنځیونه له منځه لاړ شي.

ښاغلی ټېلرسن افغانستان ته څو ورځې وروسته له هغو خونړیو بریدونو سفر کوي، چې د طالبانو او اسلامي دولت نومې ډلې له خوا ترسره شول او پکې په سلګونو کسان، پوځیان او ملکیان مړه او ټپیان شول.

د ارګ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جنوبي اسیا لپاره د امریکا له نوې سټراتېژۍ ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې په "سیمه کې یې مثبت بدلون" راوستلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي ولسمشرغني په دغې ستراتیژۍ کې له "ټولو شریکانو"غوښتي چې "خپل مسولیت په صادقاته ډول ترسره کړي."

په ځواب کې یې د ولسمشرۍ ماڼې د خبرپاڼې په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د دغې ستراتیژۍ د پلي کولو لپاره به "امریکا له خپل ټول ځواکه کار واخلي" او بشپړه ژمنتیا یې څرګنده کړې.

ښاغلي ټېلرسن د افغانستان له ګاونډوی هېوادونو غوښتي چې د امریکا د نوې ستراتیژۍ په تطبیق کې چې د ده په وینا "په سیمه کې د سولې او ثبات لامل کېږي" عملي ګامونه اوچت کړي.

ولسمشرغني له ښاغلي ټېلرسن سره په خبرو کې زیاته کړې چې حکومت یې د ټولو افغانانو د خوندیتوب، امنیت، او سوکالۍ څخه د ډاډ تر لاسه کولو لپاره د اصلاحاتو د راوستلو په برخه کې ژمن دی.

د امریکا د نوۍ ستراتیژۍ تر اعلان وروسته چې له افغان ځواکونو سره د پوځي مرستې او د امریکايي پوځيانو د شمېر د ډېرېدو خبره تر هر بل وخت پکې ښکاره شوې، افغان ولسمشر د دولت پر مخالفینو او په تېره بیا طالبانو څوڅو ځلې غږ کړی چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

خو داسې نه ښکاري چې د طالبانو او داعش ډلې وروستي پراخ بریدونه دې مثبت پیغام ولري.