ارګ: افغانستان به هېڅکله د لویو قدرتونو د سیالۍ په ډګر بدل نه‌شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

جمهوري ریاست وايي، افغانستان به هېڅکله هم په دوهمې سوریې یا د نړۍ د لویو قدرتونو د سیالۍ په ډګر بدل نه‌شي.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته د"دې هېل" ورځپاڼې د راپور په تړاو وویل، تمه ده ځیني هېوادونه چې له وسله‌والو طالبانو سره اړیکې لري پر خپلو سیاستونو له سره کتنه وکړي.

د نوموړي په وینا له وسله‌والو طالبانو سره د ځینو هېوادونو اړیکې اشتباه ده، ځکه په خبره‌يې طالبان د نورو ترورېستي ډلو لپاره اصلي بستر او زمینه برابرونکي دي

.

نوموړي زیاته کړه:

"په قاطع ډول ویلی شم چې افغانستان کولای شي د ټولو هېوادونو لپاره د همکاریو بستر وي، د افغانستان له خاورې څخه به د چا پر وړاندې ناوړه استفاده ونه‌شي او تمه لرو چې د نورو هېوادونو له خاورې د افغانستان پر وړاندې استفاده ونه‌شي، افغان ځواکونو د ترورېستانو پر وړاندې د مقابلې توان لري او افغانستان به هېڅکله په سوریې او عراق بدل نه‌شي."

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي خپرونې "دې هېل" په یو مطلب کې ویلي چې افغانستان د روسیې او ایران د راتلونکې نیابتي جګړې په میدان بدلېږي.

لاندې په مطلب کې راغلي ایران او روسیې هم اور بل کړی او هم د اطفائیې په لټه کې دي.

د "دې هېل" په مطلب کې وړاندې راغلي کرملېن په افغانستان کې داسې لوبه پیل کړې لکه په سوریه کې یې چې مخ ته وړي.

له دې وړاندې په افغانستان کې سیمه‌ییزو او نړیوالو سرچینو ویلي و چې روسیه او ایران له افغان طالبانو سره مرستې کوي.

د فراه والي شاه جهان نوري ویلي و چې وسله‌وال طالبان ایران ته تګ راتګ لري.

موندنې: سپاه پاسداران له ۳ میاشتو راهیسې په افغانستان کې طالبان تجهیزوي

روسیه هم افغان وسله‌والو طالبانو ته د پیسو او له هغوی سره په همکارۍ تورنه ده.

داسې راپورونه خپاره شوي و چې روسیه د افغانستان د شمال په ځینو ولایتونو کې د داعش پر ضد طالبان تجهیزوي.

په دې وروستیو کې "ټایمز" ورځپاڼې د وسله‌والو طالبانو د یوه مالي مسؤل له قوله لیکلي چې روسیې په تېرو ۱۸ میاشتو کې د تېلو له درکه هره میاشت له طالبانو سره ۲،۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

خو روسي او ایراني چارواکو له وسله‌والو طالبانو سره هر ډول همکاري رد کړې ده.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې له څه مودې راپه دې‌خوا په افغانستان کې نیابتي جګړه پيل شوې ده.

د دغې جرګې منشي عبدالقادر ځاځي ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال د نیابتي جګرې مهارول د افغان حکومت له توانه وتلي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه سوله او جګړه د افغانستان د دولت او ولس له لاسه وتلې او د هغه چا لاس ته لوېدلې چې د افغانستان له خاورې استفاده کوي، زه غږ کوم چې دا جګړه زموږ جګړه نه‌ده او دا جګړه نړۍ سوځوي."

ښاغلی ځاځی زیاتوي، په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو له لوري پيل شوې نیابتي جګړه به افغانانو ته ناوړه او خطرناکې پایلې ولري.

د نوموړي په وینا افغان حکومت باید د سیمې د هېوادونو پر وړاندې خپل بهرني سیاست ته داسې بدلون ورکړي چې ګټه‌یې افغانستان ته ورسېږي.