افغانستان پر پاکستاني موټرو بندیز ولګاوه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان ترانسپورټ وزارت وايي، تر دې وروسته به پاکستانيو بار وړونکو موټرو ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان په خاوره کې توکي ولېږدوي.

دا له پاکستاني لوري سره د افغان حکومت بالمثل چلند دی، پاکستاني لوري پخوا خپلې خاورې ته د افغان لوري د موټرو په ورتلو بندیز لګولی و.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند حکمت الله قوانچ یې په اړه بي‌بي‌سي ته وویل

:

"د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي هوکړې (APTA) د اعتبار موده پای ته رسېدلې، پاکستان هم افغان موټرو ته د ورتلو اجازه نه ور کوي، نو ځکه موږ هم باید ورته چلند وکړو."

د نوموړي په خبره، تر دې وروسته به پاکستاني موټر په افغان ګمرکونو کې تشېږي او له هغه ځایه به په افغان موټر کې تر شېرخان او حیرتان بندرونو رسول کېږي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ به تر دې وروسته پاکستاني باري موټر یوازې پر ډیورنډ کرښه د افغانستان تر ګمرکونو د تګ راتګ اجازه ولري.

مخکې پاکستانیو موټرو نه یوازې د افغانستان په خاوره بلکې له افغانستان سره د منځنۍ اسیا تر پولو سوداګریز توکي لېږدولی شول.

د افغان حکومت له وروستۍ پرېکړه افغان باري موټروال ځکه خوشال دي چې ګویا د موټرو ټایرونه به یې تاو او د لېږد رالېږد موکې به زیاتې شي.

د ترانسپورټ وزارت د ویاند ښاغلي قوانچ په خبره، افغان حکومت به ژر له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره ټرانسپورټي هوکړې لاسلیک کړي چې له مخې به یې افغان موټروال خپل موټر د منځنۍ اسیا هېوادونو ته بوتلی شي.