امنیت شورا: افغانستان د مذاکراتو د میکانیزم په اړه د پاکستان وړاندیز منلی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان حکومت د پاکستان هغو وړاندیزونو تهمثبت ځواب ویلای چې په ترڅ کې یې د څلور اړخیزو مزاکراتو میکانیزم بیا پیلېږي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا دفتر وايي، افغانستان په لوړه کچه په هغې غونډه کې ګډون کوي چې د دغه هېواد د سولې په تړاو په عمان کې جوړېږي.

د دغې شورا د دفتر ویاند قادر شاه د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، حکومت د پاکستان هغو وړاندیزونو ته مثبت ځواب ویلای چې هغه هېواد د څلور اړخیزو غونډو د بیا پیلېدو په اړه یې درلودل

.

ښاغلی قادر شاه وايي، دا غونډه په نېږدې راتلونکي کې د افغانستان او پاکستان تر منځ جوړېږي چې چین او امریکا پکې د څار رول لري.

ښاغلي قادر شاه وویل:

"وروستیو تحولاتو ته په پام سره، د افغانستان اسلامي جمهوریت د پاکستان هغو وړاندیزونو ته مثبت ځواب ویلای چې د هغې په ترڅ کې د څلور اړخیزو مذاکراتو میکانیزم بیا پیلېږي، دغهناسته به په نېږدې راتلونکي کې په عمان کې جوړه شي چې په هغې کې د افغانستان او پاکستان لوري ګډون کوي او امریکا او چین پکې نظارتي رول ادا کوي."

نوموړی وايي چې په دې غونډه کې به اهداف تعینېږي، تعین شویو اهدافو ته د رسېدو لارې چارې لټول کېږي او همدارنګه د همکاریو د ګډ میکانیزم په رامنځته کېدو هم خبرې کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي دا غونډه د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۶ مه نیټه د عمان په مرکز مسقط کې جوړېږي.

که څه هم د ملي امنیت د شورا دفتر دا غونډه د څلور اړخیزو غونډو د لړۍ بیا پیل بولي، خو خواجه اصف ویلي چې په غونډه کې افغانستان، طالبان، پاکستان او امریکا ګډون کوي.

د افغانستان، پاکستان، متحده ایالتو او چین څلور اړخیزه همغږې ډلې له دې وړاندې د افغانستان د ستونزو د حل په خاطر، پنځه غونډې کړي، خو د دې غونډو لړۍ هغه وخت د افغان حکومت له خوا ودرول شوه چې پاکستان په عملي نه اقداماتو تورن شو.

شااوخوا یو کال وړاندې افغان حکومت وویل چې د دې غونډو دوام د وخت ضاېع کول دي او پاکستان ته ښيي چې په پخوانیو ژمنو وفا وکړي.

له دې سره د سیاسي چارو یو شمېر څېړونکي د دې هېواد دا هڅې او د اړیکو جوړولو ته لیوالتیا د پاکستان چل بولي او وايي چې په دې اړه تېرو تجربو ته په کتو باید نتیجو ته خوشبینه نه شو.