امریکا او ترکیې د یو بل وګړو ته ویزې ور کول وځنډول

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ترکیه او امریکا چې په ډيپلوماټیکو ناندریو کې ښکېل دي، د یو بل وګړو ته یې د ویزې ور کول وځنډول.

په واشنګټن کې د ترکیې سفارت په یوه بیان کې وايي، د خپلو کارمنانو د امنیت خوندي کولو په هکله د امریکا د حکومت ژمنه بیا ارزوي.

له دې مخکې په انکره کې د امریکا سفارت هم ورته بیان خپور کړ.

"په ترکیه کې د امریکا ټولو ډيپلوماټیکو مرکزونو کې د ویزې ټول خدمتونه ځنډول شوي دي".

د دواړو هېوادونو بیان ورته دی او ان یواځې د هېوادونو نومونه پکې بدل شوي دی.

 

ترکیې تېره اونۍ په استنابول کې د امریکا د سفارت یو کارکوونکی په جاسوسۍ او د دغه هېوا د حکومت د پرځولو په هڅه تورن کړ او ویې نیو.

واشنګټن دا تور ردوي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس نیول شوی کس نارینه او د ترکیې وګړی بولي.

واشنګټن کې د ترکیې سفارت وايي دا پېښې ترک حکومت مجبوري چې د خپلو چارو او کارکوونکو د امنیت خوندي کولو په هکله د امریکا د حکومت اراده وارزوي.

"د دې ارزونې په بهیر کې موږ سفارت او کونسلګریو ته د راتلونکو کسانو د شمېر کمولو لپاره سملاسي امریکا کې خپل سفارت او کوسلګریو کې امریکايي وګړو ته د ویزې ور کولو ټول خدمتونه ځنډوو".

د امریکا او ترکیې اړیکي د ۲۰۱۶ کال د جولای پر ۱۶ له ناکامې کودتا راهیسې تاوجن دي.

په هغه کودتا کې ۲۴۹ کسان ووژل شول او ۲۲۰۰ کسان ژوبل شول.

له هغه راهیسې ترک چارواکي له امریکايي سیالانو غواړي، فتح الله ګولن ور وسپاري.

انکره دغه کس په ناکامه کودتا کې ښکېل بولي، خو ښاغلی ګولن دا تور ردوي.

نوموړی له ۱۸ کلونو ر اهیسې د امریکا پنسیلوانیا ایالت کې جلاوطن دی.

د ترکیې حکومت له دې کودتا وروسته له پنځوس زرو ډېر کارمنان ونیول.

نیول شوي تر ډېره قاضیان، څارنوالان، پولیس او پوځیان دي چې د فتح الله ګولن له شبکې سره په اړیکو تورن دي.

دا ډول یې له یو لک د ډېرو کارکوونکو دندې ځنډولې یا ایستل شوي دي.