افغانستان له پاکستانه د پنځو لوړپوړو طالب بندیانو د ورسپارلو غوښتنه کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د طالبانو د ډلې هغه پنځه لوړپوړي چارواکي افغان حکومت ته وروسپاري چې دمګړۍ په پاکستان کې بندیان دي.

افغان او پاکستاني چارواکي د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې خبرو پیلولو په موخه یو لړ شرطونه یو بل ته وړاندې کړي دي چې یو یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو راکړه ورکړه ده.

د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه وايي، څو ورځې مخکې د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان له بهرنیو چارو له وزیر خواجه محمد اصف څخه د پنځو طالب

بندیانو د خوشې کېدو او افغان حکومت ته یې د ورسپارلو غوښتنه کړې وه.

ویل کېږي دا طالب بندیان د سولې خبرو پیلولو لپاره مهم دي.

که څه هم ښاغلي قادرشاه د دغو طالب بندیانو نومونه یاد نه کړل خو پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرېس ټرېبیون دغه طالب بندیان، ملا غني برادر، ملا عبدالمنان نانی، ملا عبدالصمد ثاني او ملا سلیمان آغا ښودلي دي.

ویل کېږي افغان حکومت ته د دغو طالب بندیانو په ورسپارولو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې خبرو پیلولو ته لار هوارېږي.

د ملي امنیت شورا وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې خبرو پیلولو لپاره دواړو هېوادونو یو بل ته بېلابېل موضوعات وړاندې کړي دي، چې په پام کې ده پر وړاندې شويو موضوعاتو به په را روانه اونۍ کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا تر منځ په ګډه ناسته کې، چې د عمان په پلازمېنه مسقد کې جوړېږي، بحث وشي.

وروسته له دې چې تېره اونۍ د پاکستان پوځ مشر قمر جاوید باجوه افغانستان ته سفر وکړ، داسې باورونه پیدا شوي دي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې خبرو لومړنیو پړاوونو د پیل په حال کې دي.

څو ورځې مخکې هم په افغان ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي ول چې د سولې خبرو پیلولو په موخه به افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته سفر وکړي.