لندن: د ګاډي ټکر له کبله یو شمېر کسان ټپیان شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لندن کې پولیس وايي طبیعیاتو موزیم ته نژدې د یوه ګاډي ټکر له کبله یو شمېر لاروي کسان ټپیان شوي دي. له پېښې وروسته پولیسو له سویلي کینزنګټن سیمې یو سړی نیولی دی. پولیس وايي د پېښې لاملونو په تړاو څېرنه کوي.

د پېښې ځای کې د بي بي سي خبریاله وايي، د پېښې پر مهال له موزیم بهر ته وتله او د ټپیانو ټپونه برسېرن دي:

ما ولیدل، چې ګاډی کوږ شو او د سړک بل لوري ته راغی او هلته مې ډېر کسان ولیدل، چې د یوه یا دوو کسانو څنګ ته یو ځای شوي وو

.

خبریاله وايي پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي دي، چورلکه هوا کې ګرځي او یو امبولانس هم وینم، چې ټپي کس په کې لېږدول کېږي، خو نه پوهېږم چې ټپونه یې ژور دي که برسېرن.

د پېښې یوه عیني شاهد ویلي چې ترافیکي اشارې ته ولاړ وو، چې د ډزو په څېر غږونه مو واورېدل. وروسته مو یو ګاډی ولید، چې پر څنګلارې ته وخوت، موږ منډه کړه، دوست مې ولوېد، څنګل یې ټپي شوه.

یوې ښځې د نوم نه څرګندولو په شرط وویل، کله چې حالت یو څه عادي شو، موږ بېرته راوګرځېدو او ومو لیدل چې پولیسو یو سړی نیولی و.