غني: طالبان دې د افغان ځواکونو د ماتولو فکر له سره وباسي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان سوېلي کندهار ولایت کې افغان ځواکونو ته د بلک هاک جنګي الوتکو د ورکړې مراسمو کې ولسمشر غني وویل، که طالبان په دې فکر وي چې افغان ځواکونه به مات کړي، دا فکر دې له سره وباسي، اوس د افغانستان د فضا کنټرول د تورو بازانو تر واک لاندې راځي.

نوموړي وویل، دا یوه تاریخي او ځانګړې ورځ ده. افغان ځواکونو د تېرو درو کلونو پرمهال د هوايي ځواک په تاریخ کې ډېر پرمختګ کړی.

کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی وايي، ښاغلي غني وویل، دوې اونۍ وړاندې د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کې افغان پوځيانو همدا یوه خبره او غوښتنه کوله چې موږ چورلکې غواړو

.

ښاغلي غني زیاته کړه: "موږ وینه بهول نه غواړو، یوازې د خپل وطن دفاع کوو او دا زموږ حق دی. غوراوي ستاسو لاس کې دي هر لاره چې خوښوئ ځکه په جګړه نه زموږ هوایې ځواکونه ماتولای شئ نه کماندو او نه هم ملي پوځ."

ده له طالبانو وغوښتل، چې حکومت له خپلو ګاونډیانو سره د لویو ستونزو هواري ته یې پرېږدي.

دغو مراسمو ته افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان او ځینې نور پوځي چارواکي هم ورغلي وو.

جنرال جوزف ډنفورډ وویل، له افغان ځواکونو سره د دوی همکاري دوام لري.

نوموړي وویل، له افغان ځواکونو سره د مرستې ښکاره بېلګه هغه بلک هاک الوتکې دي، چې یوه برخه به یې نن دغو ځواکونو ته ورکړل شي.

 

‎ټاکل شوې په راتلونکو څو کلونو کې ۱۵۸ بلک هاک چورلکې افغان هوایي ځواک ته ورکړل شي

ده طالبانو ته په خطاب کې وویل، "هېڅکله به جګړه ونه ګټئ".

د نوموړي په وینا: "موږ به له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو او زما شا ته ولاړې چورلکې یې واضح بېلګه ده او دا د طالبانو د ماتې پيل دی."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم کندهار ته تللی دی.

افغان ځواکونو ته له ورکړل شویو چورلکو شل یې جګړه ییزې دي.

امریکا ټول ټال افغان ځواکونو ته ۱۵۸ بلک هاک الوتکې ورکوي.

د افغان پوځ شمېر ۱۹۵۰۰۰ سرتېرو ته رسېږي چې ۸۰۰۰ په کې هوایي ځواک دی، خو اوس پتېیل شوې د دغه ځواک شمېر ۱۵۰۰۰ ته لوړ او په عصرې تجهیزاتو سمبال شي.