حکیمي: ۴میاشتې وروسته په کابل کې د سولې په اړه غونډه جوړېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د مالیې وزیر وايي، افغان ولسمشر د «سام» په ناسته کې نړیوالې ټولنې ته ویلي چې نېږدې څلور میاشتې وروسته به په کابل کې د سولې په اړه مهمه او یوه لویه غونډه جوړه شي.

اکلیل حکیمي وايي چې کابل د سولې لپاره جوړېدونکې غونډې ته چمتووالی نیسي.

ښاغلي حکیمي چې د سام نړیوالې غونډې مسؤلیت یې په غاړه درلود د جمعې په ورځ یې له خبریالانو سره د غونډې معلومات شریکول وویل چې د سولې جوړېدونکې غونډې ته هیله من دی.

نوموړي زیاته کړه

:

"افغان ولسمشر تصمیم نیولی چې نېږدې څلور میاشتې وروسته به یوه لویه ناسته چې په کې به نړیوال دوستان، د سیمې لوبغاړي ګډون ولري او کابل یې رهبري کوي جوړه شي، په ځانګړې توګه زه ورته هیله من یم، څو میاشتو وروسته به په دې برخه کې د ښو پرمختګونو شاهدان اووسو."

د ښاغلي حکیمي په خبره دغه غونډه چې د روان کال د دلوې په پنځمه په کابل کې جوړېږي، افغان چارواکي، د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې استازي به په کې ګډون وکړي.

اکلیل حکیمي سام غونډه بریالۍ وبلله او وايي چې په ټولو برخو کې یې د نړیوالې ټولنې استازو غوښتنې منلې او د افغان سولې د پروسې لپاره یې ژمنې تازه کړې دي.

ښاغلی حکیمي زیاتوي د «سام» بل غونډه چې په راتلونکې کال کې د مرسته کوونکو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون جوړېږي، د نړیوالې ټولنې استازي به د خپلو مرستو ژمنې یو ځل تازه کړي.

له دې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست ویلي و د «سام» غونډه د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې ده چې د اقتصادي مسایلو ترڅنګ به په امنیتي وضعیت هم په کې خبرې وشي.

وروسته له هغې چې امریکا د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله استرتیژۍ اعلان کړه او د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو د ځالو پر له منځه وړلو باندې ورکې ټینګار شوی، کابل هیله من دی چې له وسله والو طالبانو سره به د سولې خبرې پیل او ښه نتیجه به ورکړي.

افغان حکومت وايي، د «سام» په غونډه کې ورته معلومه شوې چې په راتلونکې څو میاشتو کې د سولې لپاره هیلې زیاتې شوې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو چې له اکلیل حکیمي سره په ګډه خبرې غونډه کې خبرې کولې وویل له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې زیاتې مهمې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه غونډه زیاته مهمه ده ځکه په دغه پروسه کې به د افغان حکومت محور د سولې لپاره پر هڅو راڅرخي، له شک پرته به ټول هېوادونه له دغې غونډې ملاتړ وکړي، هغه څه چې مهمه دي هغه دادي چې د سولې لپاره ټولې هڅې به تر یو چتر لاندې راشي او رهبري به یې د افغانانو په لاس کې وي، همداشان نړیواله ټولنه سولې ته زیات اهمیت ورکوي او په هره لاره چې وي له افغان حکومت سره به په دغه بهیر کې مرسته وکړي."

دا چې په افغانستان کې د سولې د پلي کېدو د څرنګوالي لپاره هیلې زیاتې شوې، خو له دې وړاندې هرځل وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړې، اوس به ولیدل شي چې د کابل تازه هڅې څه نتایج له ځان سره لري که څنګه؟

له دې ټولو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د افغانستان د سولې په بهیر کې له پاکستان او چین وروسته د روسې رول مهم بولي.