پاکستان: له ترهګرو ډلو سره اړیکي د هغوی له ملاتړ سره توپیر لري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکايي پوځ لوی درستیز څرګندونو ته ځواب کې چې ویلي یې و، د پاکستان څارګره اداره له 'ترهګرو ډلو ' سره اړیکي لري، پاکستاني پوځ منلې چې له 'ترهګرو ډلو ' سره اړیکي لري، خو په وینا یې د دغو ډلو ملاتړ نه کوي.

د پاکستاني پوځ د رسنیز دفتر مشر جنرال اصف غفور راولپنډۍ کې یوې خبرې غونډې ته وینا کې ویلي:

''مهرباني وکړئ او د اړیکو او ملاتړ تر منځ توپیر وپېژنئ، د داسې یوه هېواد نوم واخلئ، چې له ترهګرو ډلو سره اړیکي نه لري. دا چاره هر څوک کوي. که د دغه کار هدف د ګواښ له منځه وړل وي، مثبته چاره ده. ''

نوموړي له دې پرته چې د طالبانو یا حقاني شبکې نوم واخلي، ویلي

:

'موږ ته معلومه ده، چې ای ایس ای له ترهګرو ډلو سره اړیکه کې دی '

له دې مخکې د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزیف ډنفورډ کانګریس ته ویلي و، شک نه لرم چې د پاکستان استخباراتي اداره ایس ای له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري:

"دا ما ته ډېره جوته ده چې ای ایس ای یې له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري، په تېرو څو کلونو کې موږ له پاکستان سره له دوه اړخیزو لارو هڅه کوله چې ددغه هېواد چلند بدل کړو، خو پاکستان کې باید ډېر شیان بدل شي ''

د امریکا دفاع وزیر جیمس مټیس هم کانګریس ته ویلي و، ''که څه هم د پاکستان دولت د ترهګرو پر ضد عملیات کوي، خو په ظاهره داسې ښکاري، چې ای ایس ای خپل بهرنی سیاست پر مخ بیايي. ''

نوموړي زیاته کړه له هغه مخکې چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسلام اباد په تړاو خپله پرېکړه اعلان کړي، پاکستان ته 'یو بل فرصت ' ورکول کېږي، چې دغه هېواد سره د افغانستان په تړاو ګډ کار وکړي.

ولسمشر ټرمپ د افغانستان او سویلي اسیا په تړاو د واشنګټن د نوې پالیسي اعلانولو پر مهال پاکستان کې د وسله والو ډلو خوندي پټنځایونو په تړاو خبرداری ورکړی و، چې پاکستان باید دې لړ کې خپل سیاست بدل کړي.

کابل هم تور پورې کوي، چې د پاکستان پوځیان افغانستان کې د وسله والو مخالفانو ملاتړي دي، خو پاکستان په خپله خاوره کې د 'ترهګرو ' خوندي پټنځایونو شتوالی ردوي.