''ټرمپ د ایران له اتومي هوکړې د ژر وتلو پلان جوړوي''

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

امریکايي رسنۍ وايي، چې ولسمشر ټرمپ پلان لري، چې ژر د ایران له اتومي هوکړې ووځي. که نوموړي هوکړه تایید نه کړه، د امریکا کانګریس به پر ایران د اقتصادي بندیزونو لګولو پرېکړه کوي.

ولسمشر ټرمپ د اکتوبر تر ۱۵ پورې وخت لري، چې په دې اړه پرېکړه وکړي. تېر کال د ټاکنیز کمپاین پر مهال نوموړي له دغې هوکړې سره کلک مخالفت کړی و.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ د امریکا له پوځي مشرتابه سره د تصویرونو اخیستو پر مهال ویلي:

''دا له توپانه مخکې چوپتیا ده، خو په دې تړاو یې نور جزیات نه دي ویلي ''

داسې ګومان کېده چې د نوموړې دغه خبرې له شمالي کوریا سره د تاوتریخوالي ډېرېدو ته اشاره کوي، خو هغه کسان چې په دې اړه معلومات لري وايي، د ولسمشر ټرمپ اشاره ایران ته وه.

کله چې خبریالانو له نوموړي په ټینګار سره وپوښتل چې له توپانه یې هدف څه دی، نوموړي یوازې دومره وویل، ''چې تاسې ته به معلومه شي. ''

له دې مخکې نوموړي د خپل هېواد له پوځي مشرتابه غوښتي و، چې راتلونکي کې په ډېره چټکۍ ورته د نورو پوځي لارو چارو زمینه برابره کړي.

امریکايي رسنیو ویلي، ولسمشر به راتلونکې پنجشنبه اعلان وکړي، چې دغه هوکړه د امریکا ګټې نه تضمینوي او له همدې کبله یې نه تاییدوي.

خو داسې ښکاري چې د دفاع وزیر جیمز مټیس په ګډون به یې ځینې لوړپوړي سلاکاران د دغې ملاتړي وي.

ولسمشر باید دغه هوکړه له هرو درېیو میاشتو وروسته تایید کړي، هغسې چې یې دوه ځلې مخکې تایید کړې ده. که نوموړي دا ځل دغه هوکړه تایید نه کړه، د امریکا کانګریس باید دوو میاشتو مودې کې پر ایران د اقتصادي بندیزونو بیا لګولو پرېکړه وکړي.

۲۰۱۳ کال کې په جینوا کې د نړۍ له شپږو ځواکمنو هېوادونو سره تر اوږدو خبرو وروسته، ایران د خپل اتومي پروګرام پر سر هوکړې ته رسېدلی و.