د پاکستان خارجه وزیر: امریکا شاید افغانستان کې جنګ بایللی وي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان خارجه وزیر خواجه محمد اصف وايي پر پاکستان د ځینو امریکايي چارواکو انتقادونه په سیمه کې دسولې هڅې زیانمنوي.

وزیر خواجه اصف په واشنګټن کې د سولې په انستیتوب کې په یو بحث کې دا خبره وکړه. هغه په ویتنام کې د امریکا جنګ او ماتې ته په اشارې وویل "متحده ایالتونو شاید وار د مخه په افغانستان کې جنګ بایللی وي". خو ویې نه ویل چې څنګه؟

ښاغلي اصف همدغه راز د ځینو امریکايي چارواکو پر هغو څرګندونو هم کلک انتقادونه وکړل چې وايي پاکستان اخري چانس لري چې د ترهګرۍ سره مبارزې کې خپله تګلاره بدله کړي

.

ښاغلي اصف وویل "موږ له امریکا سره خپله همکاري روانه ساتو، موږ مسول، هېواد او مسول ملت یو. که موږ ته څوک دا خبره کوي چې ، دا اخري چانس دی، دا نه منو. که دوی له موږ سره داسې خبرې کوي، د منلو نه دي، موږ سوله خوښي یو، خو خپل وقار او حیثیت هم لرو. که چا یو وار احترام وکړ موږ یې پنځه وارې درناوی کوو".

د پاکستان خارجه وزیر وویل دا ډول خبرې په سیمه او افغانستان کې د سولې هلې ځلې زیانمنوي.

ښاغلي اصف داسې مهال دا خبره کوي چې د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزیف ډنفورډ همدا څو ورځې مخکې وویل د پاکستان استخباراتي اداره له اورپکو سره لار لري او باید په دغه هېواد کې ډېر شیان بدل شي.

څو میاشتې مخکې ولسمشر ټرمپ د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریګا تګلاره اعلان کړه او پر پاکسان یې سخت انتقاد وکړ چې باید د اورپکو له پاللو او ساتلو لاس واخلي.

د تګلارې له اعلان وروسته داسې ښکاري چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ روابط ښه نه دي. په خپله خواجه هم دا تائیدوي چې "د امریکا سره په اړیکو کې مشکلات لرو، پر یو بل باندې د باور کمی لرو او دا باید ختم شي".