غني: د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره لوړپوړي چارواکي محاکمه شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره هغه لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکي محاکمه شوي چې د ولس له عمومي باوره‌یې ناسمه استفاده کړې وه.

ښاغلي غني په کابل کې د «سام» یا د لوړپوړو چارواکو د ناستې په دوهمه ورځ د فساد ضد مبارزې تر څنګ، د اصلاحاتو د راوستو او له پاکستان سره د سولې په اړه هم مفصلې خبرې وکړې.

ولسمشر غني وايي، افغان حکومت تر ډېره هغه ژمنې چې د لندن او بروکسل په ناستو کې یې له نړیوالې ټولنې سره کړې وې پوره کړي، خو لاهم ډېر کار ته اړتیا ده

.

 

نوموړي زیاته کړه:

"ستاسو په مرسته مو عدلي او قضایي مرکز جوړ کړ چې دغه مرکز نه‌یوازې تر اوسه د فساد له ۳۰۰ څخه زیاتې دوسیې څېړلي بلکې د تاریخ په اوږدو کې یې د لومړي ځل لپاره هغه لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکي زندانانو ته استولي چې د ولس له عمومي باور څخه‌یې ناوړه استفاده کړې وه."

ولسمشر غني وویل، دا چې افغان حکومت د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړلو او د ماشومانو او مېرمنو د وضعیت په اساسي بدلون کې پاتې راغلی دا د نړیوالو نه بلکې د حکومت مسؤلیت و، خو په خبره‌یې نور به اجازه ورنه‌کړي چې دغه وضعیت دوام وکړي.

افغان ولسمشر د «سام» په ناسته کې یو ځل بیا پر پاکستان د سولې غږ وکړ.

نوموړي وویل، په ۲۱مه پېړۍ کې یو قانوني او مسؤل دولت ته نه‌ښايي چې په خاوره کې ترورېستانو ته پټن‌ځایونه ولري.

په ټوله کې د نېږدې ۴۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانو استازو ته د ولسمشر غني ډاډ دا و چې افغان حکومت به د سولې، امنیت، فساد ضد مبارزې او اصلاحاتو په برخه کې خپل مسؤلیتونه تر سره کړي.

دا درېیم ځل دی چې په کابل کې د «سام» یا د لوړپوړو چارواکو ناسته جوړېږي، تر دې مخکې افغان حکومت ویلي و چې په دغې ناسته کې به د چارو د ارزونې تر څنګ خپل راتلونکي پلانونه هم له نړیوالو سره شریک کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو بیا وايي، که څه هم واقعي بدلون خورا پېچلی او ستونرمن دی، خو د افغان حکومت هڅې د ستایلو وړ دي.

نوموړی وايي، په فساد ضد مبارزه کې د ولسمشر غني او ټیم اقداماتو یې دی متأثره کړی دی.

نومړي زیاته کړه:

"د ملګرو ملتونو په استازیتوب د رامنځته شویو بدلونونو هرکلی کوم چې د ولسمشر او د هغه د ټیم له لوري تر سره شوي دي، موږ به په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړو، زه په ځانګړي ډول د فساد ضد مبارزې په برخه کې هغو هڅو او کوښښونو هیله‌مند کړی یم چې په دې وروستیو کې چټک شوي دي."

په کابل کې د امریکا تازه ګمارل شوي سفیر جان باس هم د فساد ضد مبارزې په برخه کې د افغان حکومت له هڅو مننه وکړه، خو وايي افغان حکومت د هغو ژمنو د عملي کولو مسؤل دی چې له نړیوالې ټولنې سره‌یې کړې دي.

د ښاغلي باس په خبره د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته دا باید ټولو ته واضح شوې وي چې د امریکا متحده ایالات د ثبات د ټینګښټ تر څنګ له فساد سره د مبارزې، ښې حکومتوالۍ، د قانون د حاکمیت، د بشري حقونو د ټینګښت او په نورو برخو کې تر اوږد مهاله له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.