''ولسمشر غني پاکستان ته ځي''

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د سرچینې په وینا ولسمشر غني د پاکستاني پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه په مشرتابه کابل ته د تللي پلاوي بلنه منلې او دغه هېواد ته به په رسمي سفر لاړ شي.

که څه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویل شوي، خو له دې مخکې کابل ته د جنرال باجوه له سفر وروسته افغان حکومت ویلي و د پاکستان په دریځ کې بدلون تر سترګو کېږي او اوس د همکارۍ روحیه لري.

تېره مې میاشت کې د پاکستان د استخباراتو مشر نوید مختار کابل ته سفر کړی و او د افغان حکومت معتبرو سرچینو د نوم نه ښودو په شرط بي بي سي ته هغه مهال ویلي و، نوید مختار د خپل هېواد د حکومت له خوا ولسمشر غني ته د اسلام اباد د سفر رسمي بلنلیک هم ورکړی و، خو په خبره یې ښاغلي غني نه و منلی

.

د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې پالیسۍ له اعلانه وروسته به دا لومړی ځل وي، چې افغان ولسمشر پاکستان ته سفر کوي.

ولسمشر غني له دې مخکې څو ځله ويلي، کابل بايد لومړی له پاکستان سره سوله وکړي. د افغانستان او سيمې په اړه د امریکا د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته کابل ته خپل لومړني سفر کې جنرال باجوه د افغانانو په مشرۍ له سولې ملاتړ څرګند کړی و.

ولسمشر غني هغه مهال ويلي و، مناسبه فضا رامنځ ته شوې او د باور رامنځ ته کولو لپاره بايد عملي ګامونه واخيستل شي.

ولسمشر ټرمپ تېر اګسټ کې د افغان ستراتیژۍ د اعلانولو پر مهال پر پاکستان غږ وکړ چې د وسلوالو ملاتړ پرېږدي او که نه تاوان به وکړي.

ډونلډ ټرمپ دا هم وویل، چې پاکستان له یوې خوا د امریکا مرستې ترلاسه کوي، خو په ورته مهال یې داسې وسلوالو ته هم پټنځي ور کړي چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونه په نښه کوي.