د پاکستان ای ایس ای له "ترهګرو ډلو سره اړيکي لري"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا دوه لوړپوړي دفاعي چارواکي د افغانستان او سوېلي اسیا په اړه د واشنګټن د تګلارې په تړاو د مهمو معلوماتو د نه روښانولو له امله ددغه هېواد په مشرانو جرګې کې له سختو نیوکو سره مخامخ شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس او د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ پر افغانستان د یرغل د شپاړسمې کلیزې په درشل کې کانګرس ته ورغوښتل شوي وو.

ښاغلي مټیس وویل: "له دوی سره د ستراتیژۍ د کارنده کېدو لپاره موږ لا نور وخت ته اړتیا لرو، له پاکستانیانو سره او د دوی په مټ، که زموږ وروستۍ هڅې ناکامې شوې، ولسمشر به هر راز اړین ګام اخیستو ته چمتو وي

."

نوموړي زیاته کړه، د سنا مجلس د دفاعي کمیټې په غونډه کې له دې امله له سختو نیوکو سره مخامخ شو چې په سوېلي اسیا او افغانستان کې د امریکا د نوې کړنلارې په اړه د مجلس غړو ته پوره معلومات نه دي ورکړل شوي.

مټیس وویل، ډېر ژر به له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.

جنرال ډنفورډ وویل، مهمه غوښتنه یې دا ده چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو پټنځي ختم شي، خو که دا کار ونه شي، نه یوازې پاکستان بلکې په ټوله سوېلي اسیا کې به امنیتي وضعیت کړکېچن شي

د سناتورانو یوه مهمه پوښتنه د نوې تګلارې له مخې له پاکستان سره د چلند په تړاو وه، چې په ځواب کې یې جنرال ډنفورډ وویل، د پاکستان څارګره اداره له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري او دوی هڅه کوي اسلام اباد ریښتینې همکارۍ ته اړ کړي.

د امریکا ډېر ټینګار دا دی چې پاکستان کې باید د اورپکو پټنځي ختم شي. د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزیف ډنفورډ وویل، شک نه لرم چې د پاکستان استخباراتي اداره ایس ای له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري:

"دا ما ته ډېره جوته ده چې ای ایس ای یې له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري، په تېرو څو کلونو کې موږ له پاکستان سره له دوه اړخیزو لارو هڅه کوله چې ددغه هېواد چلند بدل کړو، خو پاکستان کې باید ډېر شیان بدل شي. که موږ د هغو ۳۹ هېوادونو همکاري چې افغانستان کې ښکېل دي او د هند او چین ملتیا له ځان سره ولرو او د پاکستان په اړه څو اړخیزه نظر رامنځ ته شي، نو بیا تمه کېدای شي چې دغه هېواد لا ډېره همکارٍي وکړي."

امریکايي چارواکي تل په دا ډول خبرو کې له احتیاطه کار اخلي، خو دا ځل یې په ډاګه د پاکستان څارګره اداره له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په لرلو تورنه کړه.

اسلام اباد د امریکا لوري له ترهګرو ډلو سره د آی اس ای د اړیکو په تړاو څرګندونو ته له غوسې ډک غبرګون ښودلی.

نوموړي وویل، دا پخپله د پاکستان په ګټه هم ده چې په سیمه کې امنیت راشي، پرمختیايي کارونه او پروژې وغوړېږي او ګاونډی افغانستان په امن کې وي.

ده دا هم وویل، دوه ورځې وړاندې چې د پاکستان لوی درستیز جنرال باجوه کابل ته تللی، داسې هیله او زېری یې ښودلی و چې دغه دواړه هېوادونه سره نژدې شي او د ثبات او امنیت لپاره یوه لاره راوباسي.

د پاکستان غبرګون

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وړاندې له ترهګرو سره سره د دغه هېواد د څارګرې ادارې د اړیکو په اړه د امریکا څرګندونې "دروغجنه خبره" بللې وه چې په وینا یې د امریکا متحده ایالتونه باید "افغانستان کې د پاتې راتلو پړه" پر پاکستان وانه چوي.

پاکستان وايي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ژمن دی.

په واشنګټن کې د پاکستان سفارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هېواد یې د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې لاسته راوړنې لرلې دي:

"په افغانستان کې د ترلاسه شوی لاسته راوړنو په څېر پاکستان په سیمه کې د اوږدمهاله سولې راتلو لپاره هلې ځلې کوي".

جنرال ډنفورډ وویل، مهمه غوښتنه یې دا ده چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو پټنځي ختم شي، خو که دا کار ونه شي، نه یوازې پاکستان بلکې په ټوله سوېلي اسیا کې به امنیتي وضعیت کړکېچن شي.

کله چې له دغو چارواکو د جرګې استازو وپوښتل، که پاکستان دا غوښتنه ونه مني او پټنځي ونه تړي، نو امریکا به بالاخره څه ورسره کوي؟ د دوی ځواب دا و چې په دې غونډه کې چې ټوله نړۍ یې ګوري، موږ ډېر جزییات نه شو ورکولی، خو داسې لارې چارې شته چې پر پاکستان فشار راوړلی شو، او امریکا غواړي د افغانستان پرمختیايي کارونو کې د هندستان رول ډېر شي.

د افغان ځواکونو پر ځان بسیا کېدل

امریکایان او افغان حکومت وايي، افغانستان، پاکستان او شاوخوا سیمه کې شل اورپکې او وسله والې ډلې فعالیت لري، چې په وینا "اسلامي دولت (داعش او القاعدې ته به ماتې ورکوي او د اتلسو نورو ډلو مخنیوی به هم کوي چې امریکا ته سرخوږی او ګواښ پېښ نه کړي.

د دې تګلارې بل هدف به دا وي، چې افغان ځواکونه وروزل شي او پر بهرنیو ځواکونو یې تکیه کمه شي.

قطر کې د طالبانو دفتر

له تېرو څو ورځو راهیسې داسې خبرې کېږي، چې افغان دولت او امریکا قطر کې د طالبانو د دفتر د تړلو پر تګلارې غور کوي.

د امریکا ددفاع وزیر وویل، په قطر کې یې د طالبانو د دفتر د راتلونکې په اړه هم غور پیل کړی دی.

نوموړي ویلي، دا پرېکړه به ژر وکړي:

"فکر کوم په دې اړه به ژر پرېکړه وشي، مهمه مسله دا ده هغه کسان چې په دې دفتر کې دي، مناسب کسان دي او د طالبانو استازیتوب کوي، طالبانو خپل ګڼ چارواکي له لاسه ورکړي او په دوه لاري کې بند پاتې دي. له پوځي پلوه ښايي دا په ګټه وي، خو په سیاسي برخه کې ددفتر په بندېدو سره ستونزمنه وي چې د خبرو لپاره سم لوری انتخاب شي."

ددغې کمیټې مشر جان مک کین وویل، سنا مجلس یوازې یو مهر نه دی چې د ولسمشر د هر ډول کړنلارې د تایید لپاره وکارول شي ، نو دده په وینا اړینه ده چې دوی ته د نوې تګلارې په اړه بشپړ معلومات ورکړل شي.

د ځینو سناتورانو اندېښنه دا وه چې امریکا د افغانستان په جګړه کې ورځ تر بلې ښکېلېږي، خو د ځینو په وینا د بریالیتوب لپاره روښانه تګلاره په مخ کې نه ښکاري.

د امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰۱۲ کال پاکستان مېشتې حقاني شبکه د ترهګرو سازمانونو لیست کې راوسته. یو کال وړاندې د امریکا د سمندري ځواکونو امیرالبحر مایک مولن کانګرس ته په وینا کې، حقاني شبکه د آی ایس ای "ریښتینی مټ" بللی و.