روسیه: داعش افغانستان کې پر روسیې د برید پلانولو هڅه کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د روسیې فدرالي امنیت ادارې مشر ویلي، داعش ډله هڅه کوي د نړیوالو ترهګریزو شبکو په جوړولو سره د افغانستان له لارې پر روسیې او نورو هېوادونو بریدونه وکړي.

الکساندر بورتنیکوف د روسیې له امنیتي مشرتابه سره کراسنودار ښار کې له لیدو وروسته دغه څرګندونې کړې دي.

نوموړي ویلي، په عراق او سوریې کې له ماتې خوړلو وروسته اسلامي دولت نومې ډله 'داعش ' غواړي افغانستان کې فعالیتونه ډېر کړي او له هغه ځایه پر روسیې، مرکزي اسیايي هېوادونو، چین او هند کې خپل بریدونه ترتیب کړي

.

روسیه له دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې داعش ډله د ځان لپاره خطر بولي او د مخنیوي هڅو لړ کې یې له وسله والو طالبانو سره اړیکي ټينګ کړي دي. کابل کې د روسیې سفارت له طالبانو سره د دغه هېواد د اړیکو په تړاو ویلي و:

'' روسیه له داعش سره د مبارزې په لړ کې له طالبانو سره ګډې ګټې لري او له دغې ډلې سره د معلوماتو راکړه ورکړه کوي ''

داعش ډلې ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان ختیځ کې یو شمېر سیمې ونیولې.

بل لور ته دا وروستیو کې د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې کونړ ولایت کې یې د داعش ډلې پر مرکزونو بریدونه ډېر کړي دي.

ویل کېږي، د کونړ او ننګرهار ولایتونو تر منځ یو شمېر سیمو کې د دغې ډلې مهم مرکزونه فعال دي او د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د دغې ډلې وسله وال فعالیتونه کوي.

نژدې شپږ میاشتې مخکې د امریکا هوايي ځواک د 'بمونو مور ' په نامه خپل تر ټولو لوی غیر اتومي بم همدغه سیمه کې کاروولی و.

تېر اپریل افغانستان کې د ناټو ویاند سروان ویلیم سالوین ویلي و د ۱۳۹۶ تر پایه به افغانستان کې داعش ډلې ته ماتې ورکړل شي، چې دغه هېواد بېرته د ترهګرو پر پټنځای بدل نه شي.