مټېس: واشنګټن غواړي پاکستان ته یو بل چانس هم ورکړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که په افغانستان کې له پاکستان سره د کار کولو په برخه کې د امریکا هڅې ناکامې شوې، ولسمشر ډونالد ټرمپ تیار دی چې د پاکستان خلاف هر هغه اقدام وکړي چې ورته ضرورت وي.

مټېس د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته د وینا پر مهال وویل، واشنګټن غواړي چې پاکستان ته یو بل چانس هم ورکړي.

له کله چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتېژي اعلان کړې او پاکستان‌یې ترورېستانو ته د پناه ورکولو په خاطر غندلی، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي

.

د امریکا لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد تائید کړه چې د پاکستان پوځي استخبارات یا «ای، اېس، ای» له ترورېستي ډلو سره اړیکې لري.

ده وویل:

"دا ښکاره خبره ده چې «ای، اېس، ای» له ترورېستي ډلو سره اړیکې لري."

دفاع وزیر جېمز مټېس هم «ای، ایس، ای» له تروریستي ډلو سره په اړیکو تورن کړ، ویې ویل، داسې ښکاري لکه چې «ای. ایس. ای» ځان ته بېله بهرنۍ پالېسي لري.

افغان او امریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان د جګړې د دوام علت د پاکستان په خاوره کې د ترورېستانو پناهځایونه دي، په ځانګړي ډول د حقاني شبکه چې د پاکستان په مهمو ښارونو کې اوسي.

د امریکا د پوځ تر ټولو جګپوړو مشرانو د کانګرس غړو ته وویل چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوې ستراتېژۍ پر اساس افغانستان ته د اضافي ځواکونو استول به د کال تر یو میلیارد ډالره زیات لګښت ته اړتیا ولري.

دوی دغه‌راز وویل له دې سره به د امریکا لپاره د افغانستان د جنګ کالنی لګښت ۱۲ نیم میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

دفاع وزیر جېمز مټېس او لوی درستیز جوزف ډانفورد دا څرګندونې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتېژۍ له اعلانه یوه نیمه میاشت وروسته د کانګرس د پوځي خدماتو کمېټې ته د دې ستراتېژۍ د اغېز په اړه د معلوماتو د ورکولو پر مهال وکړې.

 

مټېس او ډانفورد کانګرس ته د امریکا د ستراتېژۍ په اړه معلومات ورکړل.

ځینو سناتورانو د ستراتېژۍ د بري په اړه له دفاعي چارواکو زغرد او کره ځوابونه غوښتل، دوی ویل چې ایا اضافي ځواکونه او د مصرف زیاتېدل واقعاً د افغانستان د جګړې وضعیت بدلولی شي.

په ځانګړي ډول د سنا جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې رئيس جان مک‌کېن اصرار کاوه چې باید د کانګرس غړو ته هر څه واضح وویل شي او د کانګرس غړي د حکومت پر هره خبره باور نه‌شي کولای مګر دوی ته کره او واضح وویل شي چې څه به کېږي.

مټېس وویل چې د افغانستان ملي اردو او پولیس په عملیاتو کې بشپړ دخیل دي او اوس د لومړي ځل لپاره د افغانستان ۶ واړه قول اردوګانې پوځي عملیات کوي.