په ٣٠ دقیقو کې د نیویارک نه توکیو ته په راکټ کې سفر!

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

امریکایي میلیاردر الون مسک، د مسافر وړونکي راکټ له پلان نه پرده پورته کړه چې وبه کړای شي د نړۍ له یوې وچې نه بلې ته واټن په ٣٠ دقیقو کې ووهي.

ښاغلي مسک د جمعې په ورځ په استرالیا کې یوه ویدیو نندارې ته وړاندې کړه چې په کې یو راکټ ښکاري چې د نیویارک د ښار نه الوزي او د جاپان د توکیو او د چین د شانگهای ښارونو په گډون د نړۍ مختلفو ښارونو ته سفر کوي.

دغه امریکایي میلیاردر وویل چې ددې راکټ په وسیله له نیویارک نه تر شانگهای پورې سفر به ٣٩ دقیقې وخت ونیسي او له بنکاک نه تر دوبۍ پورې واټن به په ٢٧ دقیقو او همداشان د توکیو نه تر ډهلي پورې واټن به په ٣٠ دقیقو کې ووهي.

ښاغلي مسک ددې سفر د لگښت په اړه وویل چې ددې راکټ یوه څوکۍ به د یوې مسافر وړونکې الوتکې د چارتر کولو په اندازه وي. په دې معنی چې د راکټ د یوې څوکۍ ټکټ به دومره بیه ولري لکه تاسې چې یوه مسافر وړونکې الوتکه په ځانته

ځان د سفر لپاره اجاره کوي.

ښاغلي مسک همداشان وویل چې د ځمکې له فضا نه بهر هیڅ هوا نشته چې وکړای شي دې راکټ ته خطر پیښ کړي او کله چې دغه مسافر وړونکی راکټ د ځمکې له اتموسفیر نه ووت پرواز به "د ریښمو په څیر نرم، ملایم او پرته له ټکانونو" وي.

ښاغلی مسک وایي که سپوږمۍ او مریح ته د سفر لپاره راکټ جوړیږي، نو "ولې داسې راکټ د ځمکې له یوې څنډې نه بلې ته د سفر لپاره جوړ نشي."

ښاغلی مسک چې دSpaceX شرکت رئیس او بنسټ ایښونکی دی یو وخت یې پلان درلود چې مریخ ته د سفر لپاره یو راکټ جوړ کړي.

هغه وویل چې دSpaceX شرکت پلان لري چې مریخ ته یې لومړنی مسافر وړونکی راکټ په ٢٠٢٢ کې پرواز وکړي، خو لومړنی سفر به یې د موادو د لیږدولو لپاره وي چې بالاخره په هغه سور رنگه سیاره کې د اوبو منابع وموندل شي.

د هغې پسې په کال ٢٠٢۴ کې به ددې شرکت جوړ کړی راکټ مریخ ته انسان ولیږدوي. هغه وویل چې شرکت یې په پام کې لري چې په راتلونکو شپږو یا نهو میاشتو کې د خپل لومړني راکټ جوړول پیل کړي.