اردوغان: موږ نور د اروپايي‌ ټولنې غړیتوب ته اړتیا نلرو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي چې هېواد یې نور په اروپايي‌ اتحاد کې د شاملېدو اړتیا نلري.

ښاغلي‌ اردوغان د یکشنبې په ورځ د ترکیې پارلمان ته دا خبره وکړه،‌ خو زیاته یې کړه چې په دې برخه کې به خبرې روانې ساتي "موږ به خبرې بندې نکړو. که رښتیا ووایم موږ له دې وروسته د اروپايي ټولنې غړیتوب ته اړتیا نلرو".

له تېرو ۱۲ کلونو راهېسې په اروپايي‌ ټولنې کې د ترکیې د داخلېدو او نه داخلېدو خبرې روانې دي،‌ خو د تېرکال له پوځي‌ کودتا وروسته،‌ چې د ترکیې حکومت په کې خپل مخالفان سخت وځپل، دا خبرې وځنډول شوې.

د ترکیې حکومت په کودتا کې د لاس لرلو په تور شاوخوا ۱۰۰۰۰ ښوونکي‌، ژورنالستان او نور له دندو وشړل او یا یې ونیول

.

د اردوغان حکومت وايي اروپايي ټولنې هغه ګواښونه له پامه وغورځول چې ترکیه ورسره مخامخ ده او یو شمېر هغه کسان یې ونه سپارل چې ترکه یې مشکوک ګڼي.

ښاغلي‌ اردوغان وویل "اروپايي ټولنې موږ د ترهګرۍ په ضد مبارزې کې ناکام کړو". خو وویل چې اروپايي ټولنه لا هم ترکیې ته ضرورت لري.

د ترکیې ولسمشر وویل اروپايي‌ اتحاد ته یوه لار پاتې ده او هغه دا چې باید ترکیې ته غړیتوب ورکړي‌ او فرهنګي‌ او اقتصادي راکړه ورکړه دې پیل کړي.

ښاغلی اردوغان داسې مهال دا خبرې کوي‌ چې د جرمني چانسلرې انګېلا مېرکل تېره میاشت وویل ترکیه باید د اروپايي‌ ټولنې غړې نشي‌ او په دې اړه خبرې دې ختمې شي.