افغانستان: له پاکستانه مو د هندي زنداني تبادله نه ده غوښتې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د افغانستان د ملي امنیت شورا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هغه خبرې بې بنسټه بولي چې ویلې یې دي، افغان چارواکو د یوه هندي تبعه د تبادلې غوښتنه ترې کړې.
مارچ میاشت کې پاکستاني پوځ ادعا کړې وه، چې د هندي سمندري پوځ یو افسر کلبهوشن یادوو یې د پاکستان او ایران تر منځ سرحدي سیمه کې نیولی دی، چې د دوی په وینا د هند څارګرې ادارې (را) لپاره یې جاسوسي کوله.
اوس ښاغلي اصف ویلي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ورته وړاندیز کړی چې پاکستان کې زنداني کلبهوشن یادوو د پاکستان له هغه وسله وال مخالف سره تبادله کړي چې د پیښور پر پوځي ښوونځي برید کې یې لاس درلود او دا مهال د افغان حکومت په زندان کې دی
.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسیایي ټولنې سره په یوه مرکه کې ویلي و، ښاغلي اتمر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې ترې غوښتي چې له پاکستان سره بندي هندی تبعه چې اسلام اباد یې هندی جاسوس بولي، تبادله کړي.
خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادرشا وایي، شوې غونډه کې دغه مسئله نه ده یاده شوې:
''دواړو مشرانو د ملګرو ملتونو غونډې په څنډه کې بحثونه کړي دي، دوی پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونو له منځه وړلو په هکله خبرې کړې، البته د افغان طالبانو د بندیانو په اړه هم خبرې شوې دي، په دې کې قطعاً د هندي لوري په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم د کوم هندي تبع د تبادلې موضوع مطرح شوې ده. ''
د پاکستان پوځي محکمې تېر اپریل میاشت کې کلبهوشن یادوو ته د ترهګرۍ په تور د اعدام سزا وټاکله.
وروسته مې میاشت کې هند د دغې سزا عملي کېدو خلاف د عدالت نړیوالې محکمې ته عریضه وکړه او یادې محکمې له پاکستانه وغوښتل چې د پرېکړې تر وروستي کېدو مخکې د کلبهوشن یادوو سزا عملي نه کړي.
هند نړیوالې محکمې ته عریضه کې ویلي و، پاکستاني چارواکو کلبهوشن یادوو د ایران له خاورې تښتولی دی. د دوی په وینا نوموړی له سمندري پوځ نه له تقاعد وروسته هلته ایران کې سوداګري کوله.
هندي چارواکو په تېر کې څو ځله له پاکستانه غوښتي چې د هند کونسلر ته له کلبهوشن یادوو سره د لیدو اجازه ورکړي، خو پاکستان دغه غوښتنه رد کړې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کې د پاکستان استازې ملیحه لودي پر هند تور پورې کړ چې پاکستان کې د ترهګرۍ اور ته لمن وهي او د کلبهوشن یادوو یادوونه یې وکړه، چې د نوموړې په وینا په پاکستان کې یې د تخریبي کړنو اعتراف کړی دی.