د ملي وحدت حکومت په تېرو ۳ کلونو کې په هېواد څه بدلونونه راوستي؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د میزان د میاشتې په ۷ مه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي وحدت حکومت، درې کلن کېږي.

جمهوري ریاست وايي چې دری کاله پخوا ورته له هر اړخه یو مات او ګوډ نظام په میراث ورپاتې و، خو په تېرو دریو کلونو کې، حکومت د نظام د ټینګښت او په ځان د افغانستان د بسیا کېدو په هدف، ډېر کارونه کړي دي.

که څه هم د مشروعیت تر څنګ دا حکومت د سیاسي جریانونو او اپوزیسونونو له ګڼو نورو انتقادونو سره هم مخ دی، خو جمهوري ریاست وايي، د ملي وحدت حکومت په بېلابېلو برخو کې له مبهم او سرګردانه حالت څخه د افغانستان د رايستلو په هدف، د پام وړ اقدمات کړي دي

.

د جمهور رئیس د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسېن مرتضوي د یکشنبې په ورځ، د دغه دری کلن مزل په اړه جوړې شوې خبري غونډې ته وویل چې حکومت د خلکو د باور تر لاسه کولو لپاره په بېلابېلو برخو کې هڅې کړې دي.

 

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"موږ داسې یو میراث په لاس راوړ چې له بده مرغه په هېڅ لحاظ د منلو وړ نه و، ولې اقدامات تر سره شول، موږ هیله مند یوو چې د جمهوري ریاست د دورې په پای کې، خلک عادلانه فیصله وکړي، ډېر مهم اقدامات شوي، ولې کافي نه دي، موږ هڅه کوو چې د خلکو باور تر لاسه کړو، خو د سیاسیونو باور تر لاسه کول ځکه سخت دي چې دوی هم خپل سیاسي اهداف لري."

جمهوري ریاست وايي چې د ښې همغږۍ، انسجام او د نړیوالو د بیا ملاتړ په نتیجه کې، امنیتي وضعیت له مات شوي حالت څخه وتلی او په دغه هېواد کې ښې حکومتوالۍ یو ځل بیا د نړیوالو پام ځانته راړولی دی.

ښاغلی مرتضوي وايي، د پخوا په خلاف افغانستان دا وخت له پاکستان پرته د ټولې نړی سره ښې اړیکې لري او د سوداګرۍ له اړخه هم اوس په یوه هېواد پورې تړلی نه دی.

فعال بهرنی سیاست، له فساد سره مبارزه، انتخاباتي اصلاحات، معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې هڅې، د دری ګونو قواوو تر منځ همغږي، د یوه پله په حیث د افغانستان د رول احیا کول، د نړیوالو باور تر لاسه کول، د حزب اسلامي سره سوله او د بودجې د کسر کمول، هغه نور اقدامات دي چې حکومت یې خپلې لاسته راوړنې یادوي.

ولسمشر محمد اشرف د ۱۳۹۳ لمریز کال د میزان د میاشتې په ۷ مه د لوړې مراسم تر سره او وروسته یې د عبدالله عبدالله لپاره د اجرائیه رئیس فرمان لاسلیک کړ.

د حامد کرزي د دفتر پخواني رئیس عبدالکریم خرم ازادي راډيو ته وویل، د ملي وحدت حکومت په تېرو ۳ کلونو کې باید هم ډېر څه کړي وای، ځکه د ده په خبره لاره ورته هواره شوې وه.

خو د ښاغلي خرم په خبره، د ملي وحدت حکومت په ډېرو برخو کې لا هم ستونزې لري.

 

​ښاغلي خرم وویل:

"د پخواني حکومت څخه اوسني حکومت ته یو جوړ تیار نظام پاتې شو، موږ چې راغلو په ارګ کې برېښنا نه وه، حتی ارګ کڼدواله و، دفترونه په کانټینرونو کې وو، پولیس او ملي اردو نه وه، او تر اوسه چې کوم څه د لاسته راوړنو په حیث ښودل کېږي، هغه له ډېر پخوا څخه د تر سره شویو سترو پروژو یوازې پرانېستې وې، په کار وه چې ډېر څه شوي وای، خو له بده مرغه چې ونشول."

د جمهور رئیس د ویاند د دفتر سرپرست بیا دغو انتقادونو ته په کتو وايي چې د خلکو ډېرې هیلې نه دي پوره شوي، ځکه چې اوږدو جګړو او په میراث پاتې ککړو ادارو، هر څه اغېزمن کړي دي.

خو د چارو یو شمېر کارپوهان او مدني فعالان له دې ډلې د اداري فساد په وړاندې د افغاني شبکې مشر خان زمان امرخېل د پخواني او اوسني دواړو حکومتونو پر ستونزو او نېمګړتیاو انتقاد کوي او وايي چې په دې ورستیو کې د شته ستونزو د هواري په هدف د ارادې موجودیت یو څه راتلونکې ته خلک هیله مند کړي دي.