"پاکستان 'تروریستان' او هند 'د ترهګرۍ مور'"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ملګرومتلونو په عمومي غونډه کې هند او پاکستان د ډېرو نورو هېوادونو په ډول یوازې وینا ونه کړه، بلکې د پاکستان تر لومړي وار وروسته د عمومي غونډې تالار د دواړو هېوادونو ترمنځ د تورونو او سپیناوي په ډګر بدل شو.

هند وروسته له هغه پاکستان ته د ځواب ورکولو لپاره له خپل حقه استفاده وکړه او "تروریستان"یې وباله چې د پاکستان لومړي وزیر هند په "جنګي جرمونو"تورن کړ.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د کشمیر پر لانجمنې مسلې په خپلې وینا کې هند د "ترهګرۍ په صادرولو"تورن کړ چې هند هم د ځواب په ورکولو کې ځنډ او په شا تګ ونه کړ.

په ملګرو ملتونو کې د هند لومړي سکرټر ینام ګمبیر وویل:"جالبه ده، هغه هېواد چې اسامه بن لادن یې وساته او ملا عمر ته یې پناه ورکړه دا ځیرکي لري چې وښيي قرباني دی

."

ښاغلي ګمبیر زیاته کړه:"پاکستان اوس تروریستان دی او داسې مخ پر ودې صنعت لري چې په نړیواله کچه ترهګري تولیدوي او صادروي یې."

د هند د ادارې لاندې کشمیر کې ځینې وخت د هند پر ضد مظاهرې کېږي چې په تاوتریخوالي اوړي. د پاکستان لومړي وزیر دغو مظاهرو ته په اشاره چې د ده په وینا د هند ولکه نه غواړي دغه هېواد تورن کړ چې د ملکي خلکو پر وړاندې "له زور او بېرحمۍ کار اخلي."

ښاغلي عباسي وویل:"د ساچمو ډزو د ماشومانو په ګډون په زرګونو کشمیریان ړانده او کلک ټپیان کړي. دا هغه ظلمونه دي چې په ښکاره جنګي جرمونه او د جینیوا له هوکړې سرغړونه ده."

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج ته چې د وینا وار ورسېدو، د ځان او پاکستان نړیوال موقف یې رامخته کړ او ویې ویل:"د نړۍ په کچه هند ته د ای ټي (معلوماتي ټکنالوژۍ) د یوه ځبرځواک په سترګه کتل کېږي او پاکستان ته د یوه ترهګر هېواد په سترګه".

اغلې سوراج د خپل هېواد او پاکستان لاسته راوړنې پرتله کړې، د خپلو ټکنالوژیکو بنسټونو او لویو روغتونونو نومونه یې واخیستل خو پاکستان یې په دې تورن کړ چې ګواکې د داسې بنسټونو پر ځای یې "لشکرطیبه، جیش محمد، حقاني شبکه، حزب المجاهدین" او د دې په وینا "د ترهګرو مرکزونه جوړ کړل."

د وینا پرمهال چې اغلې سورج په هندۍ ژبه غږېده، احساسات یې سخت راټوکېدلي برېښېدل او وینا یې نېغ په نېغه پاکستان ته وه، چې یوې برخې کې یې وویل:"موږ عالمان، ساینپوهان، انجنیران او ډاکټران پیدا کړل، پاکستانیانو، تاسې څه پیدا کړل؟ تاسې ترهګر او جهادیان پیدا کړل…په دې پوهېږۍ چې ډاکتر د مړه کېدونکي انسان ژوند ژغوري خو جهادي ژوندي خلک وژني."

پر ټولینزو شبکو هم د هند او پاکستان مسلې تاوده بحثونه رامنځته کړي. د هند لومړي وزیر نرېندرا موډي ملګرو ملتونو کې د خپل هېواد د بهرنیو چارو د وزیرې وینا ستایلې او لیکلي یې دي چې "هند ته یې ویاړ"وګاټه.