افغانستان کې د لمریز برېښنا د تولید لویه فابریکه جوړیږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په کندهار کې د لمریزې برېښنا د تولید د یوې فابریکې د جوړولو کار پیل شو.

دا فابریکه د کندهار د دامان په ولسوالۍ کې ده او ویل کیږي چې د لس میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. اجرایي رئیس عبدالله عبدالله د دغې فابریکې تهداب کېښود او ویل کیږي چې شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالره به پرې لګښت وشي.

د افغانستان د برېښنا موسسه وايي چې د فابریکې د جوړولو لپاره لس میلیونه د امریکا پراختیايي اداره او لس میلیونه نور یې د داینستي په نامه یو هندي شرکت ورکوي.

دا فابریکه په ۱۶۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي او ټاکل شوې چې یو کال کې به یې کارونه ختم شي

.

د افغانستان د برېښنا موسسه وايی چې د پنځلسو کلونو لپاره به د هند داینستي شرکت ته د یو کیلو واټ برېښنا په سر ۳.۷ ډالر ورکوي او له پنځلسو کلونو وروسته به د چارواکو په خبره دا فابریکه د افغانستان برېښنا موسسې ته سپارل کیږي.

د افغانستان اجرایه ریاست وايي چې له دغې فابریکې څخه به صنعتي پارکونو او د کندهار عادي خلکو ته برېښنا تولیدیږي.

ښاغلي عبدالله وویل چې د دغې پروژې په پېلېدو سره به د افغان سوداګرو ډېرې ستونزې حل او ډېرو خلکو ته به کارونه پیدا شي.

افغانستان د برېښنا د تولید ډېرې فابریکې نلري او دا مهال د پلازمینې په ګډونیو شمېر ولایتونو ته یې برېښنا له منځنۍ اسیا څخه ورکول کیږي.