د افغان حکومت چارواکي وايي چې د کابل د حلقوي سړک د جوړېدو چارې به ډېر ژر پیل شي.
په داسې حال کې چې کابل ښار د ټرافیکي ګڼې ګوڼې له کبله له جدي ستونزو سره مخ دی، افغان چارواکي تمه لري چې د کابل د حلقوي سړک په بشپړېدو سره به، دغه ستونزه راکمه شي.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د کابل حلقوي سړک چې اوږدوالی یې پنځه نوي کېلومتره دی، درې سوه میلیونه ډالره لګښت پرې راځي او په پنځو کلونو کې به جوړ شي.
د مالیې وزارت د مرستو د انسجام رئیس مصطفی اریا د شنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل، د کابل د حلقوي سړک په لومړۍ برخه ۱۱۰ میلیونه ډالر لګښت راځي چې ۷۴ میلیونه یې د اسلامي پراختیايي بانک له خوا د پور په ډول ورکول
کېږي.
ښاغلي اریا زیاته کړه:
"د اسیا پراختیايي بانک ۷۴ میلیونه ډالره د اسانې قرضې په توګه افغانستان ته ورکړي چې په هغو پیسو به دغه سړک چې له میدان ښاره د کابل ـ لوګر تر سړک پوری دی، بشپړ شي او د سړک د جوړلو ترڅنګ به، دغه بانک د سړک د غاړې په اوږدو کې نورې بنسټیزې ټولنیزې پروژې، لکه ښوونځي او روغتیايي کلیکونه هم جوړ کړي."
ښاغلی اریا وايي چې د کابل حلقوي سړک د افغانستان د لارو د شبکې مهمه برخه ده چې د افغانستان لوی ښارونه له کابل سره نښلوي.
د دغې پروژې تړون چې په همدغه ورځ د حکومت له خوا د اسلامي پراختیايي بانک سره لاسلیک شو، د تصویب لپاره د افغانستان ملي شورا ته ولېږل شو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني شااوخوا دوه کاله مخکې ویلي وو چې د کابل د حلقوي سړک لومړنی پلان جوړ شوی او د عملي کولو لپاره یو ځل بیا مشورې ته اړتیا ده.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني
په ورته وخت کې د اسلامي پراختیايي بانک مرستیال چې په دغه ناسته کې یې ګډون کړی و، وویل چې د یوه کال په موده کې د دغه سړک د عملي کار پیل دتړون یو شرط دی.
سید اقا هیله وښوده چې نور بانکونه هم وهڅول شي او د یاد سړک د جوړولو پاتې لګښوتونو ته پور ورکړي.
ښاغلي سیداقا وویل:
"د کابل د حلقوي سړک په ستراتېژیکه پروژه کې، موږ د لومړني پراختیايي بانک په توګه د تمویل په برخه کې پرېکړه وکړه، هیله مند یو چې زموږ دغه پرېکړه نور بانکونه هم وهڅوي چې د دغه سړک د بشپړو لګښتونو په برخه کې برخه واخلي."
د کابل د حلقوي سړک د جوړولو لپاره هڅې په داسې حال کې تېزې شوي چې په دغه ولایت کې د یوه مناسب ماسټر پلان د نه موجودیت له امله تل انتقادونه شوي دي.
خو هیلې دا دي چې د دغه سړک کار ډېر ژر پیل او په ښار کې د ترافیکي ګڼه ګونې ستونزه هواره شي.