روسیه، ترکیه او ایران په سوریې کې "امنې حوزې" جوړوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

روسیې، ترکیې او ایران د جمعې په ورځ [سپټمبر ۱۵] په سوریې کې د امنو حوزو د جوړولو اعلان وکړ.دغه موافقه د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې د سولې د مذاکراتو د تازه بهیر په ترڅ کې اعلان شوه.

د تظمین کوونکو هېوادونو تر څار لاندې به نوې امنې سیمې په ختیځه غوته کې د حمص او لازذقیه ولایتونو په ځینو برخو او دارنګه د ادلیب، هما او حلب په ښارونو کې جوړې شي. د سوریې په جنوبي سیمو کې به د روسیې په نوښت امني حوزې رامنځته شي

.

ټولو ذیدخلو خواوو ددغو امنو حوزو پر څارلو ټینګار کړی دی. د خبرو په لړ کې پردې توافق وشو چې د امنو سیمو جوړول دې "د سوریې د عرب جمهوریت د حاکمیت حق، استقلالیت، اتحاد او ځمکنۍ بشپړتیا زیانمن نه کړي."

د استانې د سولې مذاکراتو دویمه پروسه به د روان کال د اکتوبر په میاشت کې پیل شي. راتلونکې غونډې کې به د امنو حوزو پر اغیزمنتوب خبرې وشي. دغې غونډې کې به د برمته شویو او نیولو شویو کسانو د آزادولو په خاطر یوه کاري ډله وګمارل شي.