خواجه آصف: پاکستان به د امريکا پر ځاى سيمه ييزو هېوادونو سره اړيکي وپالي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستان وايي، نړۍ د ترهګرۍ ضد جگړه کې د دوی په څېر پوهاوى نلري او دوی به هڅه کوي، چې په دې برخه کې نړېوالو ته سم پوهاوى ورکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیرخواجه اصف دا خبري د نړۍ په مهمو هېوادونو کې د خپلو استازيو تر درې ورځنۍ غونډې وروسته رسنيو ته وکړې.

پلازمينې اسلام آباد ته د نړۍ له مهمو هېوادونو د دغه هېواد د ورغلو استازیو درې ورځنۍ غونډه په دې ټکیو پای ته رسېدلې، چې وایي، نړۍ په دې نه پوهېږي، چې دغه هیواد د ترهګرۍ ضد جنګ څومره ګټلی، څومره يې قربانۍ ورکړي او اعلان يې کړی، چې د پارلمان په خوښه به د امریکا پر ځای له نژدې سیمه ييزو هېوادونو سره اړیکې ټينګې کړي

.

پاکستان دا پرېکړه داسې وخت کې کوي، چې د امریکا په شمول د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د تېرو څو اوونیو په ترڅ کې ورباندې تور پورې کړى چې د اورپکو ډلو ملاتړ کوي او ورته پټنځي برابروي. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف لاهم وايي، نړۍ په دې نه پوهېږي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه، چې د دوی په څېر د ترهګرۍ ضد جګړه نه چا کړې او نه هم چا ګټلې. نوموړي زیاته کړه "پاکستان یواځينی هېواد دی، چې هم دغه جگړه ګټي او ډېر ژر به بری ومومي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي، د افغانستان شخړې حل د لرې هیوادونو پر ځای په سیمه ييز کچ هوارېدلی شي او د همدې لپاره به له روسیې، چین، ایران او ترکيې سره خبرې وکړي.

ښاغلي اصف تردې خبري غونډې وروسته هم نن پنجشنبه چین ته سفر پېل کړ او په همدې مياشت کې به روسيې، ترکيې او ایران ته هم سفرونه وکړي. پاکستان چې ورباندې د امریکا له خوا فشار زیات شوی، اوس يې مخ د روسیې، چین، ترکيې او ایران لور ته اړولی، تر څو د امریکا لخوا د کوم غبرګون په صورت کې همدا هیوادونه ورسره ملګرتيا وکړي.