"د پاکستان دولت اوس هم د توندلارۍ کارخانې چلوي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مهم مشر او پخوانی سناتور افراسیاب خټک وايي، پاکستان کې دولت اوس هم د توندلارۍ کارخانې چلوي او چې دغه کار کوي په ټولنه کې به توندلاري وي.

افراسیاب خټک په پاکستان کې د توندلارۍ زیاتېدلو لامل د جنرال ضیاالحق د مارشلا پر مهال د جهاد پالیسي وبلله او زیاته یې کړه چې دغه مهال د پاکستان دولت توندلاری و او ټولنه یې توندلارې کړه.

"ټولنه به څنګه منځلارې وي، که دولت د توندلارۍ کارخانې چلوي".

نوموړي دا خبره د پاکستان د جوړېدلو د ۷۰ کلیزې په مناسبت له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وکړه

.

کله چې وپوښتل شو څه ثبوت لري چې دولت د توندلارۍ کارخانې چلوي، نو د عوامي نېشنل ګوند مشر وویل:

"لکه دلته طالبانو پلترۍ وهلې دي، ممنوع ګوندونه دي، غونډې کوي، پرضد یې څه نه کېږي، نو له دې ښکاري چې یو څوک یې ملاتړ کوي".

د ښاغلي خټک دا خبرې په داسې مهال دي چې تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغان پالیسۍ د بیانولو پرمهال هم وویل، چې د وسلوالو طالبانو پټنځي پاکستان کې دي.

تېره دوشنبه برېکس ټولنې هم د هغو ډلو تاوتریخوالی وغانده چې په پاکستان کې مرکزونه لري.

د برېکس په اعلامیه کې د جیش محمد او لښکر طیبه نوم هم اخیستل شوی دی.

 

د پاکستان بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف ځايي رسنیو سره خبرو کې منلې چې لشکر طیبه او جیش محمد ډلې د پاکستان له خاورې فعالیت کوي، او زیاتوي باید د فعالیت مخه یې ونېول شي.

خو افراسیاب خټک وايي، د دې ډلو پرضد عملي ګام نه پورته کېږي او پرضد یې سیاسي اراده هم نشته:

"په تېره پنجاب کې ګام نه پورته کېږي چې جهادي او توندلارې نظریه نېغه ناسته ده".

افراسیاب خټک دا هم وايي، چې ولې د دې ډلو پرضد د ګام پورته کولو هوډ نشته:

"که تاسو پخوانۍ افغان پالیسي چلول غواړئ، د دې لپاره نادولتي لوبغاړي پکار دي. بل دا چې د سیاسي مصلحت او د رایو ګټلو لپاره پنجاب کې ګام نه پورته کېږي او د همدې سیاسي موخو لپاره ملي ګټې له خطر سره مخ کوي".

د هغه په خبره، د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار سرتاج عزیز تېر کال په ښکاره رسنیو ته وویل، چې د طالبانو مشرتابه پاکستان کې ده او دا کوم تور نه دی، بلکې د پاکستان د یوه لوړپوړي چارواکي خبره ده.

هغه وپوښتل شو چې ایا اوس هم پاکستان کې د طالبانو مشران شته، نو ځواب یې و:

"ښکاره ده چې تراوسه چا دا خبره رد کړې نه ده".

ښاغلی خټک وایي، چې د پاکستان په ورانۍ کې د ولسي چارواکو رول هم شته، خو پوځي چارواکو تر ډېره قانون مات کړی دی.

نوموړي د بلوچستان په هکله وویل، چې ګوند یې د بېلتونغوښتنې او وسلوال پاڅون ملاتړی نه دی، خو په بلوچستان کې ظلمونه کېږي.

د هغه په خبره، په بلوچستان کې د کسانو له ورکېدلو او د مړیو موندلو له تور حکومتي ادارې ځان نشي ژغورلی او دوی په وژنو کې ښکېلې دي.