پاکستان له امریکا سره د اړیکو د ښه کولو هلې ځلې کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې په پاکستان کې میشتې ترهگرې ډلې افغانستان بې ثباته کوي او په امریکایي ځواکونو بریدونه کوي

پاکستان غواړي د امریکا د متحده ایالاتو سره مسایل په سوله ییزه توگه حل کاندي او ددې هیواد د مقاماتو په وینا زور د امریکا مخه کول به په پاکستان کې د بې ثباتي سبب شي.

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستگیر خان وویل چې هیواد یې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ له سختو څرگندونو نه ډاریږي، خو زیاته یې کړه چې اسلام آباد هڅه کوي چې د پاکستان او امریکا اړیکې "ښه" اوسي

.

دا په داسې حال کې دي چې جمهور رئیس ټرمپ د جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتیژۍ د اعلان پر وخت پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې په گډون تروریستي سازمانونو ته په پناه ورکونې تورن کړ او وویل چې پر پاکستان به فشار راوړل شي.

ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې دغه ترهگرې ډلې افغانستان بې ثباته کوي او هلته په امریکایي ځواکونو بریدونه کوي.

د پاکستان د دفاع وزیر یو ځل بیا په پاکستان کې د ترهگرو د پټنځایونو شتون رد کړ او وویل چې د پاکستان امنیتي قواوو د ټولو تروریستي ډلو پر ضد عمل کړی او په دې هیواد کې د هغوی د "پاتی شونو" په له منځه وړلو بوخت دي.

د امریکایي پوځیانو دغو ارزونو ته چې وایي د افغانستان ٦٠ فیصده خاوره د دولت تر کنترول لاندې ده، خرم دستگیر خان وویل "په دې خاطر دي چې مونږ ددې حقیقت په هکله سخت اندیښمن یو چې د افغانستان ۴٠ فیصده خاوره ممکن د تروریستانو لپاره امن ځای شوی دی".

ټاکل شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف غواړي د چین، روسیې ایران او ترکیې په گډون د خپلو عمدو سیمه ییزو شریکانو سره له مشورو وروسته د رسمي خبرو لپاره واشنگټن ته لاړ شي.

ښاغلي ټرمپ دا نه ده څرگنده کړې چې پر پاکستان باندې د فشار راوړلو لپاره به له کومو لارو چارو کار واخلي چې د ترهگرو پر وړاندې عمل وکړي. د رپوټونو له مخې په یو لړ دسپلیني لارو چارو غور شوی لکه دیپلوماتیک او اقتصادي فشار او په پاکستان کې دننه د ترهگرو ضد ډرون بریدونو زیاتول.