سرور دانش: معارف مکلف دی چې د اعتدال په فکر ماشومان او ځوانان تربیه کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان حکومت د لیک لوست د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي چې روزنیز او تحصیلي بنسټونه د نفرت او افراطیت د له‎منځه وړلو په برخه کې اغېزمن رول لوبولی شي
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش چې د لیک لوست د نړیوالې ورځې په مناسبت‌یې نن چهارشنبه جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې د پوهنې وزارت مکلفیت لري څو ماشومان او ځوانان په ښوونځیو او دارالعلومونو کې د اعتدال په فکر تربیه کړي.
د نوموړي په خبره افراط‌ګرايي د افغان ځوانانو پر وړاندې لویه ستونزه ده

.

دانش زیاته کړه:
"یو له هغو اصلي مرکزونو چې کولای شي له دا ډول جریانونو سره په اصولي او بنیادي توګه مقابله وکړي، معارف دی. نن معارف مکلف دی چې په ښوونځیو او دارالعلومونو کې د اعتدال په فکر ماشومان او ځوانان تربیه کړي."
له دې خبرو وروسته د افغانستان د پوهنې وزارت د نشراتو مسؤل کبیر حقمل ازادي راډیو ته وویل چې له تعلیمي نصابه هغه ټول متنونه چې د افراط‌ګرایۍ، تعصب او تاوتریخوالي د پراخېدو لامل کېدای شوی، لیرې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې اوس‌مهال په دې هېواد کې له ۶۰ تر ۶۵ سلنه وګړي لیک لوست نه‌شي کولای.
د ولسمشر د دوهم مرستیال په خبره دا مهال ۳۰ سلنه خلک چې عمرونه‌يې له ۱۵ کلونو پورته دي، لیک لوست کولای شي چې په خبره‌یې په دې ترتیب افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې د بې‌سوادۍ کچه په‌کې لوړه ده.
ناامني په افغانستان کې د پوهنې پر وړاندې لویه ننګونه بلل کېږي، د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دوه میلیونه وګړي ښوونځیو ته له تګه محرومه دي او د امنیتي ستونزو له کبله ۱۲۰۰ ښوونځي بند دي.
خو له دې ټولو سره سره د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې دا مهال له ۹ میلیونو څخه زیات ځوانان په ۲۰ زره ښوونځیو کې پر زده‌کړو بوخت دي چې ۳۹ سلنه‌یې نجونې دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې همداراز ۴۰۰ زره تنه په ۱۸ زره کورسونو کې پر سواد زده‌کړې مصروف دي چې ۵۵ سلنه‌یې ښځې دي.
له بلې‌خوا لومړۍ مېرمن رولا غني چې د لیک لوست په مناسبت‌یې دې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې دولت د پوهنیزو خدماتو وړاندې کولو ته اراده لري.
خو د اغلې غني په خبره روزنیزو بنسټونو ته د سواد زده‎کړې د ځینو مسؤلینو لارموندونه له شکایتونو سره مل ده.
نوموړې وايي:
"البته له وړاندې دا اراده موجوده نه‎وه چې خلک دې باسواده شي، خو اوس د ملي یووالي په حکومت کې سیاسي اراده شته او غواړي چې خلک په دې پوه شي چې څنګه لیک لوست وکړي، د دې کار لپاره باید مسلکي کسان غوره شي نه هغه کسان چې زورور دي او یا وکیلان وپېژني. زیات خلک ماته راځي او شکایت کوي مثلاً د یوه ولایت د سواد زده‎کړې د مسؤل د اوسېدو ځای په بل ولایت کې دی."
لومړۍ مېرمن امنیت او هوساینې ته د رسېدنې معقوله لار سواد بولي او ټینګار کوي چې بې‌سوادي ټولنه د جهل، فقر او بې‌ثباتۍ په اور کې سوځوي.
د افغانستان د پوهنې وزارت هم وايي چې د سواد زده‎کړې نوی نصاب او له خصوصي برخې د زده‌کړې په معیاري کېدو کې استفاده د حکومت له طرحو څخه دي چې د عملي کېدو لپاره‌یې جدي هڅې روانې دي.