پاکستان، افغانستان ته د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړى

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان افغانستان ته د امنیت، اقتصاد، سیاست او ترانزیټ په برخو کې د هر ډول مرستې باور ورکړی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په وينا، افغانستان ته د دغه ډاډگيرنه د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د ټيليفوني خبرو په ترڅ کې ورکړل شوې

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف داسې وخت د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدين رباني سره سره ټيلي فوني خبرې کړي، چې په نړیوال کچ دغه هیواد تر بل هر وخت زیات له ګوښه توب سره مخامخ دی او پرې تر هر وخت زیات د اورپکو د ملاتړ تورونو پورې شوي دي

.

د وزارت په خبره ښاغلي اصف او ښاغلي رباني په دې مسره هوکړه وکړه چې دوه اړخیزې خبرې به جاري ساتي او د روانې مياشتې په وروستیو کې به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې سره ویني.

د افغانستان په تړاو د امریکا تر نوې تګلارې وروسته په بریکس غونډه کې هم پر پاکستان د اورپکو د پټنځيو تور پورې شو.

د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د پاکستان له یوه شخصي ټلویزیون سره په مرکه کې ومنله، چې ټوله ملامتي په نړۍ کې نه، بلکې خپله ددغه هیواد په کړنو کې هم ده.

د انځور حقوق

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خبره په تېرو دوو میاشتو کې چې يې هیواد له څنګه حالاتو سره مخامخ شوی، فکر نه کوي چې نور دې خپل ملګري په ازمايښتونو کې واچوي. ښاغلی اصف زیاتوي، ؛موږ خو هم باید په همدې لښکر طیبه او جیش محمد ډلو باندې سم بندیز ولګوو او نړۍ ته وښيو، چې په خپل کور کې مو داسې کړي دي؛.

پاکستان چې تر بل هر وخت زیات پرې د اورپکو د ملاتړ نړیوال فشار زیات شوی، د خپلې بهرنۍ تګلارې په تړاو يې په اسلام اباد کې د نړۍ په مهم هیوادونو کې د استازیو درې ورځنۍ غونډه رابللې او نن چارشنبه يې دویمه ورځ وه. ددغې غونډې درېیمه او وروستۍ ورځ به سبا پنجشنبه وي، چې ټاکل شوې، ددغه هیواد لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي به هم ورته وینا وکړي.

په دې وروستیو کې لومړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په تړاو خپله تګلارې پاکستان د اورپکو ډلو په ملاتړ او پټنځایونو تورن کړ، چې پاکستان يې دغه تورونه یو مخ رد کړل. وروسته تېره ورځ په چین کې په برېکس غونډه کې هم پر پاکستان ورته تورونه پورې شوو.