ولسمشر محمد اشرف غني وايي په راتلونکو څلورو کالو کې به شپږ میلیارد ډالر د افغانستان پر هوایي ځواک ولګېږي.
ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې د ختیځ زون له سرتېرو او لوړ پوړو امنیتي او دولتي چارواکو سره په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د لیدنې پر مهال کړي دي.
ولسمشر غني په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د ننګرهار، لغمان او کنړ ولایتونو ملکي او نظامي مسؤلینو او افغان سرتېرو ته په وینا کې وویل چې افغان حکومت د نړیوالو په مټ د ځواکونو سمبالښت ته پاملرنه ډېره کړې ده.
هغه په خپله وینا کې د سرتېرو له کورنیو او خپلو ځواکونو مننه وکړه او ویې ویل چې په راتلونکو څلورو کلونو کې د هوايي ځواک په پیاوړتیا شپږ ملیارده ډالره لګوي
.
د ولسمشر غونډې او د سفر جریان ته که څه هم رسنۍ نه وې وربلل شوې، خو د جمهور رئیس د ویاند مرستیال نجیب ازاد د دغه سفر د هدف په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"جمهور رئیس نن د یوه لوړ پوړي دولتي هیئت په ملتیا، ننګرهار ولایت ته سفر وکړ، په دې سفر کې هغه تر اوسه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له سرتېرو افسرانو او بریدملانو سره د عمومي وضعیت ارزولو په خاطر لیده کاته درلودل او وروسته بیا د اردو روغتون ته ولاړ او هلته یې د ټپیانو پوښتنه وکړه."
ولسمشر غني شااوخوا دوه کاله وړاندې همسیلاب قول اردو او له هغې وروسته ننګرهار ولایت ته سفرونه کړي او په ختیځو ولایتونو کې یې د اداري او نظامي چارو د ارزونې ویلي وو.
هغه تېر کال د سرطان په میاشت کې ننګرهار ته په خپل سفر کې د ژورو بدلونونو او اصلاحاتو ژمنه وکړه چې په ولایتي شورا کې د خلکو د استازو په باور، وروسته ورته بیا پاملرنه نه ده شوې.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي زبیح الله زمري نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې کنړ، ننګرهار او لغمان چې په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفینو د زیاتو فعالیتونو شاهدان وو، د ولسمشر ځانګړې پاملرنې او ژورو اصلاحاتوته اړتیا لري او تمه ده چې په دغه سفر کې د خلکو انتظار ته مثبت ځواب وویل شي.