د افغانستان په اړه نړېوالې تبصرې او مقالې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

امریکايي ورځپاڼه ارکنساس ډیموکراټ ګزیت په خپل یو عنوان کې لیکي چې امریکا د افغانانو د مرستې لپاره خپل نور عسکر افغانستان ته استوي.

ورځپاڼه زیاتوي چې واشنګټن دغه عسکرد افغانستان د جنګ لپاره د ولسمشر ډونالډ ترمپ د نوې پالیسي د پلي کولو په ترڅ کې دغه هېواد ته استوي.

ورځپاڼې د تېرې پنجشنبې د ورځې په خبرې غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر دا خبره را اخېستې چې ویې ویل، دغه عسکر به د طالب یاغیانو پر وړاندې جګړه کې له افغانانو سره مرسته کوي نه دا چې د دوی په نیابت به جنګېږي.

ارکنساس ډیموکراټ ګزیت لیکي چې د امریکا دفاع وزیر د دغو ځواکونو د شمېر او مشخص رول په هکله تفصیل ورنه کړ

.

ورځپاڼه لیکي:

ولسمشر ډونالډ ترمپ له خپلو یاورانو سره د څو میاشتو بحث او مشورو وروسته پریکړه وکړه چې د وسله والو طالبانو او نورو یاغیانو د ګواښ د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور پیاوړې کړي.

ارکنساس ډیموکراټ ګزیت لیکي:

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس ټینګار کړی دی چې په جګړه کې مخکښ رول به بیا هم د افغان ځواکونو په غاړه وي اوامریکايي عسکر به یې ملاتړ کوي.

رویټرز:

رویټرز خبري آژانس له کابله په خپل یو رپوټ کې وايي چې افغانانو سږکال د لوی اختر د لمانځنې په ترڅ کې وسله وال مخالفین یو ځل بیا سولې ته راوبلل.

رویټرز تر دغه عنوان لاندې په کابل کې د شاه دوشمشیره جومات مخې ته د کوترو د خېل یو عکس هم خپور کړی چې په دانې راټولې شوي دي او خلک يې چې د اختر نوې جامې یې اغوستي ننداره کوي.

رپوټ وايي چې جمهور رئیس اشرف غني د اختر ترلمانځه وروسته په وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې وسلې کېږدئ او له حکومت سره خبرو ته کیني.

جمهور رئیس غني وویل چې مخالفین باید یا دا غوره کړي چې دوی د افغانستان دي او د دغه هېواد د مور شیدې يې رودلي دي یا دا چې د نفاق اوشقاق لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي.

هغه یادونه وکړه چې سوله د خدای امر او د پیغمبر سنت دی.

رپوټ وايی چې د وسله والو طالبانو مشرملاهبت الله د اختر په مناسبت خپل پیغام کې وویل، سوله هغه وخت راتلی شي چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکي وروسته له‎دې چې پلازمینه کې په تېرو یو لړ بریدونو کې څه دپاسه دوه سوه کسان مړه شول د کابل خلک سږنی لوی اختر له اندیښنو سره لمانځي.

د کابل څو تنو اوسیدونکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې موږ سوله او امنیت او یو سوله ییز هېواد غواړو.