سرگې لاوروف: روسيه به بنديزونو ته سخت ځواب ورکړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د روسيې بهرنيو چارو وزير سرگې لاوروف ويلي هېواد به يې "زيان رسوونکو" بنديزونو ته سخت ځواب ورکړي.

ښاغلي لاوروف په مسکو کې د زده کوونکو يوې غونډې ته دا څرگندونې وروسته له هغه وکړې چې ډونلډ ټرمپ پر روسيې د نويو بنديزونو لايحه لاسليک کړه.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير وويل، دوى به هم ژر ځواب ووايي او په دې تړاو يې ارزونې په ختمېدو دي.

بل لوري ته امريکايي چارواکو روسيې ته ويلي په سان فرانسېسکو کې دې خپله قونسلگري او نيويارک او واشنگټن کې خپل ځينې فرعي دفترونه وتړي

.

د قونسلگرۍ او دفترونو د تړلو لارښونه ورسته له هغه وشوه چې مسکو په تېر جولاى کې له روسيې د ٧٥٥ ډيپلوماټانو د وتلو غوښتنه وکړه.

خو ښاغلي لاروف د دغه ډيپلوماټيک کړکېچ د پيلولو پړه د ولسمشر اوباما پر ادارې واچوله چې په وينا يې په تېر ډسمبر مياشت کې يې پيل کړه.

تېره ورځ اور وژونکي هغه مهال سان فرانسېسکو کې د روسيې د قونسلگرۍ ودانۍ ته ورغلل چې له مورۍ تور لوگي پورته کېدل.

د اور وژنې عملې ويلي د اندېښنې وړ څه نشته او په وينا يې يو شمېر "ناپېژندل شوي" توکي په لوى لاس سوځول شوي وو.

دا هم نه شوه څرگنده چې اوروژونکو ودانۍ ته د ننوتو اجازه ومونده، او که څنگه.

ولسمشر اوباما تېر ډسمبر د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د روسيې ادعا شوې لاسوهنې، او کريميا کې د روسيې فعاليتونو ته په غبرگون کې ٣٥ روسي ډيپلوماټان له دغه هېواده وشړل او روسيې پورې اړوند دوه دوانۍ يې وتړلې.

خو ښاغلي لاوروف وويل "د دې کړنې موخه په کره توگه د امريکا او روسيې اړيکو کمزوري کول و چې له امله يې ولسمشر ټرمپ لپاره دا ناشونې شي چې روسيې سره د اړيکو عادي کولو په برخه کې، خپلې ژمنې پوره کړي."

د اړيکو کړکېچ او نوې افغان تگلاره

د روسيې او امريکا تر منځ د اړيکو کړکېچ د افغانستان په تړاو د امريکا پر نوې تگلارې هم اغېز کړى.

ښاغلي لاوروف د ولسمشر ټرمپ نوې افغان تگلاره خواشينونکې او ناکاره بللې وه.

ښاغلي لاوروف په مسکو کې يوې خبرې ناستې ته ويلي و "خواشينى يم چې د واشنگټن له لوري نوې اعلان شوې تگلاره د زور پر کارونې ورټوله ده او دا کړنلاره گټه نلري."

ولسمشر ټرمپ لږ وړاندې د امريکا او روسيې د اړيکو په تړاو ويلي و "په خطرناکه توگه" ټيټې کچې ته پرېوتي دي.

د نويو بنديزونو په اړه بيا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي "انډوليز" گام دى.