د افغانستان ملي امنیت شورا له طالبانو سره د تماس خبر ناسم بللی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د اسوشیېټد پرېس خبري اژانس هغه خبر ناسم بللی، چې ګواکې د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر له طالبانو سره دوامداره ټیلېفوني اړیکي درلودې.

په هغه خبرپاڼه کې چې د دغې شورا له خوا پر چهارشنبه ( د وږي ۸) خپره شوې دغه خبر "بې بنسټه"بلل شوی دی.

د ملي امنیت شورا زیاته کړې چې سوله کول د حکومت له اصلي موخو ده، خو له طالبانو سره د سولې عالي شورا اړیکي نیسي.

د اسوشیېټد پرېس اژانس په رپوټ کې دا هم راغلي، چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست مشر معصوم ستانکزي د طالبانو له مشرانو سره ټیلېفوني تماسونه درلودلي، خو د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي

.

د اسوشیېټد پرېس په رپوټ کې ویل شوي، چې ښاغلی اتمر هره یوه میاشت وروسته او ښاغلی ستانکزی هره ورځ د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره ټیلېفوني خبرې کوي.

خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد یوې خبرپاڼې کې د اسوشیېټد پرېس رپوټ رد کړی او لیکلي یې دي چې افغان دولت د دوی "اصلي لوری"نه دی او د دوی کوم " مسئول او ارګان" له افغان دولت سره تماس نه دی نیولی.

 

دغه خبري اژانس ادعا کوي داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې ښيي دغه چارواکي په پاکستان او قطر کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره ټیلېفوني خبرې کوي. یو طالب چارواکی چې په رپوټ کې یې نوم یاد شوی عباس ستانکزی دی.

د دغه رپوټ پر بنسټ، د دوی د ټیلېفوني خبرواترو موضوع پر اساسي قانون او د سیاسي نظام پر راتلونکي وضعیت څرخي چې په ځینو برخو کې یې هوکړه سره کړې ده.

رپوټ کاږي چې طالبانو د نجونو د زدکړې مسله، ټاکنې او اساسي قانون منلی دی، خو ولسمشرۍ ته د ښځو له رسېدلو او ستره محکمه کې یې د هغوی له غړیتوب سره مخالفت کړی دی.

رپوټ دا هم کاږي چې طالبانو پر دې ټینګار کړی چې تر ټولټاکنو وړاندې دې بې پرې موقت دولت جوړ شي او طالبان دې تر خپلې ولکې لاندې سیمې وساتي.

تر دې وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ یو شمېر سرچینو د ملي امنیت شورا او ملي امنیت اداره د دولت مخالفینو سره د سولې پر مسلې له اصلي خبرې کوونکو بللي ول.

د افغانستان دولت د سولې عالي شورا د دولت له مخالفینو سره پر سولې د خبرواترو اصلي مرجع بولي چې یو شمېر سیاستوال، بانفوذه سپین ږيري او د طالبانو یو شمېر پخواني غړي په کې دي.