حکمتيار: جگړې د افغانستان په ځينو برخو کې قومي بڼه خپله کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان حزب اسلامي گوند مشر گلبدين حکمتيار وايي د افغانستان په شمال کې د "قومي تصفيې" جگړه روانه ده او شخړې هلته يو ډول قومي بڼه غوره کړې ده.

ښاغلي حکمتيار له بي بي سي سره په مرکه کې پرته له دې چې د کومې ډلې نوم واخلي وويل ځينې کړۍ د خپلو بهرنيو ملاتړو د پلانونو پر بنسټ غواړي افغانستان کې د شمال او جنوب وېش رامنځته کړي.

نوموړي زياته کړه د هېواد په شمال کې ٤٠ زره پښتنې او گجر کورنۍ اړ شوي چې له خپلو سيمو وتښتي.

ښاغلى حکمتيار وايي نژدې څلور نيم ميليون افغانان اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي او يا په کور دننه بېځايه شي "د دوى ځمکې غصب شوي او نشي کولاى خپلو سيمو ته بېرته ستانه شي ځکه د هغوى سياسي او قومي رقيبان هلته واکمن دي

."

ښاغلي حکمتيار وويل، "ځينې دغو دردناکو حقايقو ته اشاره د قومي تعصب پر بنسټ بولي خو دا يو تريخ حقيقت دى."

د حزب اسلامي د مشر په وينا هېواد کې د واک جزيرې رامنځته شوي، دولت ورباندې واک نه لري او هره ورځ حکومت ته گواښونه کوي.

ښاغلى حکمتيار په دې باور دى چې اړتيا ده افغان دولت د جگړې ختمولو لپاره په خپل جگړييز تکتيک کې بدلون راولي.

حکمتيار ټينگار کوي، دا جگړه هغه مهال ختمېداى شي چې په وينا يې د قومي تصفيې لړۍ پاى ته ورسېږي، "د واک جزيرې" له منځه لاړې شي او د افغانستان په چارو کې د بهرنيانو او په تېره هغو گاونډيو هېوادونو لاسوهنه بنده شي چې د روانې جگړې دوام لپاره پانگونه کوي.

دۀ وويل د جگړې په تکتيک کې بدلون په تېره شمال کې جگړه ژر ختمولاى شي، خو ادعا کوي چې ځينې ډلې د دغو وړانديزونو مخالفت کوي او غواړي جگړه په روانه بڼه پر مخ بوځي.

د ښاغلي حکمتيار دا څرگندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې څو ورځې وړاندې د جمعيت اسلامي گوند اجراييه مشر او د بلخ والي عطا محمد نور پر ښاغلي حکمتيار توندې نيوکې وکړې.

گلبدين حکمتيار چې په ٩٠ ميلادي لسيزه کې د مجاهدينو خپلمنځيو جگړو کې ښکېل و وويل، افغانان جگړه نه غواړي، دوى سولې ته اړتيا لري چې خپل هېواد ورغوي. نوموړي پر گاونډيو هېوادونو غږ وکړ چې په وينا يې افغانستان ته دې وسلې نه ورلېږي، د جگړې پر دوام دې پانگونه نه کوي او افغانستان سره دې د سولې په ټينگښت کې مرسته وکړي.

ښاغلي حکمتیار وویل "د هېواد په چارو کې د بهرنیو، په ځانګړې توګه د هغو ګاونډیو لاسوهنې بندې شي چې خپلې ګټې د جنګ په دوام کې ویني. هغه چې افغانان هم په خپل هېواد کې او هم به بهر کې عراق او سوریې د جنګ لپاره لېږي."

نوموړى يو بل گام پر مخ ولاړ او مخامخ يې ايران ته گوته ونيوله او وې ويل د ايراني جنرالانو دا وينا د منلو نه ده چې وايي د افغانستان په دريو ولايتونو کې فعال استخباراتي حضور لري، او يا يې بې پيلوټې الوتکې له پولې اوړي.

ښاغلي حکمتيار همداراز په افغانستان کې د بندونو په تړاو د ايراني ولسمشر حسن روحاني وروستيو څرگندونو ته په شاره وويل، ايران بايد د افغانانو ملي واکمنۍ ته درناوى وکړي. ښاغلي روحاني ويلي و په افغانستان کې د بندونو جوړېدو پر وړاندې بې توپيره نشي پاتې کېداى، او په وينايي "له دغو څرگندونو د وينې بوى راځي."

حزب اسلامي په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ له نسکورېدو وروسته شا و خوا ١٥ کاله د حکومت پر وړاندې جگړه وکړه.

څه د پاسه شپږ مياشتې وړاندې د افغان حکومت او دغه گوند ترمنځ د سولې تړون لاسليک او له هغې وروسته گلبدين حکمتيار په لغمان ولايت کې راڅرگند او بيا کابل ته ستون شو.