"م م باید د پاکستان د توغندیزو بریدونو مخنیوي ته پام وکړي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر ملګرو ملتو غږ وکړ چې پر افغان خاوره د پاکستان د توغندیزو بریدونو مخنیوي ته سخت پام وکړي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو استازي سره لیدنه کې غوښتنه کړې:

"افغانستان په دې برخه کې سخت ګامونه پورته کول په پام کې نیولي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو جدي پام غواړي".

ولسمشر غني د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو سره تېره ورځ په ارګ کې لیدنه کې ویلي، چې دغو بریدونو د دیورنډ کرښې دواړو غاړو ته خلک له انساني ناورین سره مخ کړي دي

.

د نوموړي په خبره، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته ډېر خلک بې ځایه شوي او باید چټکې مرستې ور سره وشي.

په دې لیدنه کې هوکړه شوې چې د دې مسلې د څېړلو لپاره به افغان حکومت او د ملګرو ملتونو ګډې کارډلې کار کوي.

له پاکستان سره د توغندیزو بریدونو یادول

ولسمشر غني د اګسټ پر ۱۵ په ارګ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمینه جنجوعه سره په کتنه کې هم د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې د راکټي بریدونو په اړه د افغان لوري اندیښنې په ډاګه کړې.

له څو کلونو راهیسې د افغانستان د ځینو ختیځو ولایتونو پر سرحدي سیمو د ډیورنډ کرښې له بل لوري توعندیز بریدونه کیږي.

نږدې ۵ میاشتې مخکې هم په ملګرو ملتونو افغان استازي هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له توغندیزو بریدونو شکایت وکړ.

د محمود صیقل په خبره، پاکستان درې ځلې پر افغان خاوره تېر کړی.

هغه دا هم ویلي و چې پاکستان تر ۱۴ سوو توغندي افغان خاورې ته توغولي چې له امله یې په لسګونو خلکو ته مرګژوبله اوښتې او څلور سوه کورنۍ له سیمې بې ځایه شوې دي.

په لومړي ځل شپږ کاله وړاندې مخکني ولسمشر حامد کرزي د دغو راکټي بریدونو موضوع په ایران کې د پاکستان له پخواني ولسمشر اصف علی زرداري سره یاده کړې وه.