چین: هند وايي یو څه او کوي بل څه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هو شینګ د هند له خوا په جنجالي سیمه کې د سړک جوړولو پر پلان سخت غبرګون ښيي او زیاتوي، هند د سرحدي پولو په هکله وايي یو څه او کوي بل څه.

هندۍ رسنۍ انډین ورځپاڼې دعوه کړې چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له پې کینګ ډنډ(جهیل) ۲۰ کیلومتره واټن سره د سړک جوړولو پلان منلی دی.

په ځواب کې یې هو شینګ خبري غونډې ته وویل، د نوي ډېلي دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي سیمې( ډوکلام) کړکېچ نور زیاتولی شي

.

تېر جون له پولې سره نږدې جنجالي سیمه ډوکلام کې د چین له خوا د سړک جوړولو هڅې د دواړو هېوادونو پوځیان سره مخ په مخ کړل.

چین دغه سیمه خپله بولي، خو بوتان یې د ځان بولي چې هند هم ور سره ولاړ دی او وايي، چې په دې ستراتیژیکه سیمه کې سړک جوړول پکار نه دي.

مګر هو شینګ وايي، هند په دې وروستیو کې د چین د سړک جوړولو مخنیوی کاوه، خو له خپلو چارو یې دا ښکاري چې ویل او کول یې توپیر لري.

هغې زیاته کړه چې په دغه سیمه کې د هند له خوا سړک جوړول د سیمې امن او ټیکاو ته تاوان رسوي.

جنجالي سیمه

په داسې سیمه کې چې د هند، چین او بوتان له پولې سره نږدې ده د سړک جوړولو په تړاو د دواړو اسیايي سیالانو(چین او هند) جنجال دی.

د دې کشالې له امله بېجینګ او نوی ډېلی په سرحدي سیمو کې د خپلو پوځیانو بنسټیزې اسانتیاوې زیاتوي او داسې ښکاري چې په سیمه کې د خپل ځواک انډول بدلول غواړوي.

هند وايي، د چین له خوا د سړک جوړول د دغه هېواد ملي امنیت ته خطر پېښوي او مهم بدلون راولي.

دواړه هېوادونه په سرحد کې د یو بل ودانیزو چارو ته د شک په سترګه ګوري.

په چین کې ډوکلام او په هند کې ډوکلام سیمې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جنجال اصلی ټکی دی.