د امریکا تګلارې پرسر د پاکستاني بهرنیوچارو وزیر او پخواني سفیر لفظي شخړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د افغانستان او جنوبي اسیا په تړاو د تګلارې له اعلانېدو وروسته، پر ټولنیزو شبکو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف او په امریکا کې د پاکستان د پخواني سفیر حسین حقاني ترمنځ لفظي شخړه روانه ده.

د سه شنبې پر ورځ ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ د اعلانونو پر مهال وویل د پاکستان پر وړاندې ډېره ترخه ژبه وکاروله او ویې ویل:"امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي". ښاغلي ترمپ وویل، اوس یې وخت راغلی چې پاکستان د تمدن، نظم او سولې په هکله خپلې ژمنې وښيي

.

خواجه اصف د پنجشنبې پر ورځ (د وږي ۱) د پخواني پاکستاني ولسمشر اصف زرداري پر څرګندونو او ښاغلي حقاني نیوکه وکړه. د امریکا د ستراتیژۍ له اعلانېدو وروسته چې پاکستان ته د لومړي ځل لپاره تر ټولو د خطر جدي زنګ وکړنګول شو، ښاغلي زرداري اوسنيو پاکستاني چارواکو ته د انتقاد ګوته ونیوله.

خو د بهرنیو چارو اوسني وزیر ټویټر ته مخه کړه او ویې لیکل چې ښاغلی زرداري دې پر حکومت د نیوکې پر ځای "خپل سفیر حقاني قیضه کړي".

ښاغلي اصف ځکه نیوکه کړې چې وايي حسین حقاني دا ځان ته یو کرېډت یا لاس ته راوړنه بولي چې " د ولسمشر ټرمپ له خوا د امریکا د اعلان شوې تګلارې (ګواکې) طراح دی."

ښاغلي حقاني هم پر ټوېټر ځواب ولیکه چې:"د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، د دې پرځای چې یوه شړل شوي پاکستاني سره پر ټوېټر زورګزوي پر تګلارې دې کار وکړي."

ښاغلی حقاني له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۱ کاله پورې په امریکا کې د پاکستان سفیر و او ویل کېږي وروسته له هغه د پاکستان له پیپلز پارټۍ وشړل شو چې په امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوست کې یې یو مطلب خپور شو او ادعا یې کړې وه چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما له ادارې سره د ده ښې اړیکي او همکاري لامل شو چې اسامه بن لادن ووژل شي.

ښاغلی حقاني پر ټولنیزو شبکو تر کلکو نیوکو لاندې راغلی او یو شمېر ټوېټر کاروونکو ورته لیکلي چې دی "دې ځان پاکستانی نه بولي." د صدیه وزیري په نامه یوې کاروونکې بیا لیکلي:"موږ له ولسمشر اشرف غني غواړو چې ښاغلی حقاني دې کابل ته وروبولي او د درناوي مراسم دې ورته جوړ کړي."

د افغانستان په اړه د پاکستان پر سیاست هم ښاغلي حقاني نیوکه کړې او له بي پي اس نیوز سره یې خبرو کې ویلي چې" پر ما ښه نه لګېږي چې ووایم، خو زه یو پاکستانی یم او د سفیر په توګه مې خدمت هم کړی دی، خو باید ووایم چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې چلن کې هېڅکله هم روڼ نه و."

ښاغلي حقاني په افغانستان کې د هند ځواکمن شتون یو "خیالي ډار"بللی او دا چې د ښاغلي ټرمپ د خبرو مانا دا ده چې "هند به افغانستان ته وروبولي چې د پاکستان خیالي ډار په رښتیا بدل کړي."

پورتینو خبرو ته په اشاره د ښاغلي حقاني په اند کېدی شي اوس د پاکستان هغه محاسبه یو څه بدله شي چې "د امریکا میلیاردونو ډالرو مرسته هم ونه کړی شو."

ولسمشر غني وايي د امریکا د ستراتیژي له اعلان وروسته، پاکستان موقه لري چې د افغانستان په اړه خپل چلند او دود بدل کړي.

د ښاغلي اصف د خبرو مخالفت هم د ټولنیزو شبکو کاروونکو کړی دی خو د دې بحث له پارېدو سره د ټولو پام ښاغلي حقاني ته اووښتی او سپکوونکې خبرې یې ورته لیکلي دي.

خو ښاغلي حقاني پر ټوېټر د هغه کاروونکي نظر تایید کړی چې وايي حسین حقاني ګرم نه دی، بلکې د پاکستان "د بهرنیوچارو د وزارت ټولې سرچینې په دې کې پاتې راغلې چې اغېز پرېږدي او خپل نظر پر نورو ومني."

حسین حقاني اوسمهال په واشنګټن کې د هډسن انسټېټیوټ مشر دی.

امریکايي ولسمشر د خپلې افغان ستراتیژي د اعلانولو پر مهال وویل، واشنګټن سره له دې چې له پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته وکړه، بیا هم دغه هېواد د ترهګرو پټنځی دی.

ښاغلي ټرمپ وویل: "موږ پاکستان ته په میلیاردونو ډالر ور کړل، خو په دغه مهال پاکستان د هغو ترهګرو پټنځی و چې موږ ور سره جګړه کوله".

پاکستان د امریکا د افغان ستراتيژۍ په غبرګون کې ځان د ترهګرۍ ضد جګړه کې قرباني وباله او د ښاغلی ټرمپ وینا یې "ناهیلې کوونکې وبلله."

له دې سره د پاکستان بهرنيو چارو وزير امريکا ته خپل پلان کړى سفر وځنډاوه.

له سه شنبې راهیسې چې ښاغلي ټرمپ د افغانستان او سیمې په اړه خپله یوه له تر ټولو مهمو ویناوو واوروله، هند او افغانسان یې کلک هرکلی وکړ، چین د پاکستان ترڅنګ ودرېد او روسیې د امريکا نوې تگلاره "خواشينونکې او ناکاره" وبلله.

افغانستان کې د سولې خبرو اترو ته د وسله والو مخالفینو د رابللو خبرې کېږي او پاکستاني چارواکي او کارپوهان پر دغه هېواد د نوې ستراتیژۍ پر ممکنه منفي اغېزو فکر کوي. خو تر هغه چې د دغې تګلارې جزییات په ډاګه شوي نه وي، د ابهام په مودې کې به د وړاند وینو لړۍ روانه وي.