کابل کې د روسیې سفارت وسلوال طالبان ترهګر وبلل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کابل کې د روسیې سفارت یو ځل بیا له وسلوالو طالبانو د مسکو د ملاتړ ادعاوې بې بنسټه بللې دي. د روسیې سفارت د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلم یار څرګندونې راخیستي چې پر روسیې، ایران او پاکستان یې تور پورې کړی چې په ګډه طالب اورپکي روزي او ملاتړ یې کوي.

د روسیې سفارت بیا په خپله خبرپاڼه کې د لومړي ځل لپاره له طالبانو د ترهګرې ډلې په توګه یادونه کړې ده. وړاندې امریکایي چارواکو او ناټو هم له طالبانو د مسکو د ملاتړ خبره کړې وه، خو روسي چارواکو تل دا ادعاوې رد کړې دي

.

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار چې مخکې یې هم څو ځله روسیه د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې او په ځانګړي توګه د طالبانو په ملاتړ تورنه کړې، یو ځل بیا یې خپله خبره تکرار کړې ده.

د روسیې سفارت له لوري اوس په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې د ښاغلي مسلمیار ادعاوې بې بنسټه بلل شوې دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یوه لوړپوړي افغان چارواکي دا ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو خلاف دي.

ښاغلي مسلمیار پرون ننګرهار ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي و چې روسیه، له پاکستان او ایران سره په ګډه طالب اورپکي روزي او ملاتړ یې کوي.

له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت هم د دغه هېواد کانګریس ته په یوه رپوټ کې، له طالبانو او حقاني شبکې نه د روسیې په ګډون د افغانستان دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران پر ملاتړ اندېښنه ښوولې وه.

د روسیې سفارت ویلي، افغان حکومت او امریکایي چارواکو هېڅکله داسې شواهد نه دي وړاندې کړي چې وښيي مسکو په افغانستان کې له سخت دریځو ډلو او ترهګرو سره مادي، تخنیکي یا مالي ملاتړ کوي.

د روسیې سفارت طالبان، داعش، القاعده، د ازبکستان اسلامي خوځښت او د ختیځ ترکستان خوځښت، په افغانستان کې فعالې ترهګرې ډلې بللې او ویلي يې دي چې د منځني ختیځ او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو په مستقیم ملاتړ او تمویل رامنځته شوې دي.

دا لومړی ځل دی، چې روسیه طالبان د ترهګرې ډلې په نامه یادوي.

له طالبانو سره د روسیې د مرستو یا ملاتړ ادعاوې داسې مهال کېږي، چې مسکو څه موده وړاندې په زغرده له طالبانو سره د اړیکو خبره وکړه.