''کابل کې پر جومات برید کې ۲۰ کسان وژل شوي دي''

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د کابل ښار په خیرخانه مېنه کې د قلعه نجاران سیمې په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال برید شوی دی. د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي بي بي سي ته ویلي دغه برید کې له ۲۰ ډېر کسان وژل شوي دي او نژدې ۴۰ ټپیان دي، چې د ښار بېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دافغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي لومړی یوه ځانمرګي بریدګر د جومات دروازه کې په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه او وروسته دوه نور بریدګر جومات ته ننوتل.

د نوموړي په وینا دغه برید شاوخوا یوه نیمه بجه پیل شو او له څو ساعتونو نښتې وروسته پولیسو بریدګر ووژل. اسلامي دولت نومې ډلې 'داعشویلي پر امام زمان جومات دغه برید دوی کړی دی

.

د کابل امنیې قومندانۍ چارواکو په وینا دغه برید له ځايي مهال سره سم ماسپښین شاوخوا څلور نیمې بجې پای ته ورسېد.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايي رییس عبدالله عبدالله دغه برید غندلی دی. ولسمشر غني له دیني عالمانو غوښتي چې د دغو بریدونو خلاف غږ پورته کړي.

وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغه برید غندلی دی او دا یې د افغانانو تر منځ 'فرقه ییز 'نفاق رامنځته کولو هڅه بللې ده.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند مخکې ویلي و، پېښه کې نژدې ۳۰ کسان ټپیان شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي. د نوموړي په وینا نښته کې دوه پولیس سرتېري، چې د جومات امنیت ساتلو پر دنده ګومارل شوي وو، وژل شوي دي او اته نور سرتېري ټپیان شوي دي.

مخکې د کورنیو چارو وازرت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویلي و، چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او له بریدګرو سره په جګړه دي. د هغه په خبره، لومړني معلومات ښيي چې یو ځانمرګي د جومات په وره کې برید کړی دی او دوه یا درې بریدګر جومات ته ننوتلي دي.

برید د جمعې د لمانځه پر مهال شوی چې ډېره ګڼه ګوڼه وي. ویل کېږي د برید پر مهال ښځې هم په جومات کې وې. د روانې اګسټ میاشتې پر لومړۍ نېټه په هرات کې د اهل تشیع پر جوادیه جومات د برید مسوولیت داعش منلی و.