ټرمپ سبا سې شنبه د افغانستان په اړه د امریکا ستراتېژي اعلانوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دا ځل به وار د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وي چې له دغې ستونزې سره چې د امریکا مخکېنیو دوو ولسمشرانو ته‌یې سر خوږی جوړ کړی و، څه کوي.
هغه به په افغانستان کې د جګړې لپاره چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده، د خپلې ستراتېژۍ جزئیات په ډاګه کړي.
ټرمپ به ملت ته په وینا کې چې د ویرجینا ایالت د فورټ مییر «Fort Myer» له پوځي اډې یې د افغانستان په وخت د سهار په پنځه نیمو بجو کوي، اعلان کړي چې په افغانستان کې په کومه اندازه د ځواکونو شمېر چې د امریکايي قوماندانانو په څېر د هغه لوړپوړو سلاکارانو یې هم سپارښتنه کړې، زیاتوي.
ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې په سیمه کې د امریکا پر هڅو چې ۱۶ کاله‌یې دوام کړی، انتقاد کړی دی

.

هغه څه کم دوه اوونۍ مخکې په نیوجرسي کې د افغانستان په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل:
"دا زما لپاره ډېره مهمه پرېکړه ده. ما ته دغه ګډوډي رسېدلې او موږ غواړو چې هغه ډېره کمه کړو."
ولسمشر ټرمپ په جون میاشت کې د ولسمشر په توګه د خپل کار له پیلېدو وروسته اعلان کړه چې د افغانستان لپاره پر ستراتېژۍ به ډېر ژر غور وکړي.
د چارواکو په وینا هغه په خصوصي توګه په دې اړه چې ایا دې هېواد ته د نورو سرتېرو لېږل به منطقي وي، شک څرګند کړی دی.
د روېټرز د راپور له مخې ولسمشر ټرمپ د تېرې جولای میاشتې په نیمایي کې چې ټاکل شوې وه تر هغه وخته دغه نوې ستراتېژي اعلان شي، له خپلو سلاکارانو سره په غونډه کې ویلي و چې موږ دغه جګړه نه‌ګټو او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال جان نېکلسن د ګوښه کېدو خبره‌یې هم کړې وه.
دا څرګندونې یوه امریکايي چارواکي روېټرز ته کړې دي.

خو ټرمپ چې د یکشنبې په ورځ‌یې دوه اوونۍ کاري رخصتي پای ته ورسېده، د تېرې جمعې په ورځ په کمپ ډېوېډ کې له خپلو لوړپوړو پوځي قوماندانانو او سلاکارانو سره په اوږده غونډه کې د افغانستان پر پالېسۍ خبرې وکړې او یوې پرېکړې ته ورسېد.
سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې ټرمپ به په دې اړه چې امریکا د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره څه ډول تګ لاره مخ ته ونیسي، ملت ته په وینا کې رڼا واچوي.
د ټرمپ د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې ښایي د دغې نوې ستراتېژۍ له مخې به څه کم شمېر نور سرتېري افغانستان ته واستول شي.
په اوس وخت کې شااوخوا ۸۴۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې دي.

د روېټرز په لیکنه دا چې د افغانستان په اړه د سپینې ماڼۍ پرېکړه ولې دومره وځنډېډه یو علت‌یې دوو امریکايی چارواکو چې په دې اړه‌یې بحثونو کې ګډون کړی، د یکشنبې په ورځ داسې وښود؛
دا ډېره ستونزمنه وه چې ټرمپ ته قناعت ورکړل شي چې مخکې له دې چې افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو یا نه استولو په اړه پرېکړه وکړي، د افغانستان لپاره یوه پراخه سیمه‎ییزه ستراتېژي چې د پاکستان په وړاندې د امریکا پالېسي هم په‎کې شامله وي، ومني.
دغو دواړو چارواکو دا څرګندونې د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط روېټرز ته کړې دي.
دغو چارواکو دا هم نه‎دي ويلي چې ټرمپ په افغانستان کې د څه شمېر ځواکونو د زیاتولو او د پاکستان په وړاندې د څه ډول تګ‎لارې د غوره کولو پرېکړه کړې ده.
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مک‎مسټر او نورو سلاکارانو افغانستان ته د شااوخوا ۴۰۰۰ نورو سرتېرو د لېږلو لپاره د جنرال نېکلسن د وړاندیز ملاتړ کړی دی.
خو د سپینې ماڼۍ پخواني ستراتېژیست سټېف بنن چې تېره جمعه د کمپ ډېوېډ له غونډې سره په یوه وخت له کاره لیرې شو، له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو ملاتړ کړی و.
امریکایي چارواکو ویلي چې بنن په دې ټینګار کاوه چې ۱۶ کاله امریکا دغه جګړه مخ ته وړې او هغه تر اوسه د ګټلو نه‎ده.