مسکو: واشنګټن هڅه کوي روسان د خپل حکومت په ضد وپاروي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له روسیې د امريکايي ډیپلماتانو تر شړلو وروسته امریکا روسانو ته د ویزو شمېر کموي چې دې کار د روسیې چارواکو غوسه پارولې ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف د دوشنبې په ورځ ( اګست ۲۱) وویل چې امریکا ځکه په روسیې کې د خپلو ویزو خدمات محدودوي چې عام روسان په خپلو چارواکو باندې په قهر کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف وویل "دا د امریکا یوه بله هڅه ده چې په روسي چارواکو باندې عام ولس په قهر کړي. دا یو منطقي کار دی.... دا د هغو خلکو منطق دی چې رنګین انقلابونه تنظیموي".

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتن ویلي وو چې ٧٥٥ امریکایي دیپلوماتان شړي، ښاغلي پوتین دا اقدام له هغه وروسته وکړ چې واشنګټن د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مداخلې په تور په روسیې نوي بندیزونه ولګول. امریکا

تېرکال یو شمېر روسي ديپلوماتان هم وشړل.

اسوشیتډ پرس لیکلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا خبره هم وکړه چې هېواد به یې د امریکا دا اقدام جدي څاري او ژمنه یې وکړه چې روسیه به د امریکا په عادي خلکو زړه ونه سوځوي، چې شاید هدف یې ورته اقدام وي.

د روسیې او امریکا ترمنځ روابط په دې وروسیتیو کې ښه نه دي، ځینې امریکايي چارواکي روسیه تورنوي چې د امریکا په تېرو انتخاباتو کې یې مداخله کړې ده، خو مسکو یې نه مني.