د هلمند چارواکو له ولسمشر غني سره دغه ولایت کې خپلې ستونزې شریکې کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هلمند ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، ولسمشر ژمنه کړې چې د هلمند ولایت ستونزې هوارې کړي.

ښه حکومتوالي، امنیتي وضعیت ته پاملرنه، په عملیاتو کې د امنیتي مسؤلینو پر ښو اجراأتو ټینګار او د ملکي خلکو ژوند ته توجه، هغه وړاندیزونه دي چې د هلمند سیمه‌ییز چارواکو ولسمشر ته کړي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غنی د هلمند د سیمه‌ییزو چارواکو د وړاندیزونو تر اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې شته ستونزو ته به د هواري لار ولټول شي. 

"کوم وړاندیزونه چې د ښې حکومتوالۍ او همدارنګه د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره ولسمشر ته وشول، ولسمشر ورته مثبت ځواب ووایه، همدارنګه په عملیاتو کې د امنیتي مسؤلینو پر ښو اجراأتو ټینګار وشو."

ولسمشر غني نن پنجشنبه د هلمند ولایت د امنیتي وضعیت د ارزولو په هدف دغه ولایت ته تللی و.

ښاغلی ځواک وايي، ولسمشر هلمند ته د سفر پر مهال، د وژل شویو امنیتي او دفاعي منسوبینو کورنۍ او هغوی چې په پېښو کې زیانمن شوي هم ولیدل او خواخوږي یې ورسره وښوده.

د هلمند سیمه‌ییز چارواکي دغه ولایت ته د ولسمشر غني سفر، د امنیتي وضعیت د ښه کولو په برخه کې اغېزمن بولي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د امریکایي ځواکونو په یوې هوايي حمله کې، د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د درېیو قوماندانانو په ګډون ۱۶پولیس ووژل شول.

تر یادې پېښې وروسته د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د پېښې د څېړلو لپاره‌یې یو پلاوی ګمارلی دی.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو پوهان وايي، د هلمند روان امنیتي وضعیت ته په کتو سره، سیمې ته د ولسمشر غني سفر ګټور دی او ښې پایلې به ولري.


د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ازادي راډیو ته وویل:

"په اوسني حالاتو کې چې په هلمند کې نظامي او سیاسي وضع کړکېچنه ده، د ولسمشر سفر ورته ډېر اړین او پر ځای سفر دی، کېدای شي هغه ناخوالې چې که نظامي او ملکي برخه کې موجودې دي، هغو ته ځانګړې پاملرنه وکړي."

ښاغلی عارض وايي، حکومتي مسؤلین باید د هلمند د امنیت د ټینګښت لپاره، سیمي ته په تجهیزاتو سمبال ځواکونه ولېږي.