عراقي عسکرو په موصل کې لسګونه بندیان وژلي- د بشر حقونو ډله

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بشري حقونو د څار ډلې د عراق د پوځ یوه فرقه تورنه کړې چې په موصل کې یې لسګونه بندیان وژلي دي.

دا ډله وايي امریکايي ځواکونو د عراق د پوځ دغه فرقه روزلې وه چې د موصل ښار د نیولو په وروستۍ ورځ یې بندیان وژلي دي.

د څار ډلې له امریکا غوښتي چې د امریکا د پوځ له شپاړلسمې فرقې سره دې خپلې مرستې بندې کړي. دغه ډله وايي امریکا د دغو "جنګي جنایتونو" د څېړلو په اړه تحقیقاتو کې زړه نا زړه ده. د بشري حقونو د څار ډلې دغه راپور په پنجشنبه (جولاۍ۲۷) خپور شو.

په منځني ختیځ کې د دغې ډلې مشرې سارا لیه وایټسن وویل "متحده ایالتونه باید دا وپلټي چې ولې هغو ځواکونو چې امریکا روزلي او مرسته یې ورسره کړې، غټ جنګي جنایتونه وکړل. د مالیه ورکوونکو امریکایانو پېسې باید د سرغړونو د مخنیوي لپاره ولګول

شي، نه دا چې سرغړونو دې ته لاره هواره کړي".

د بشري حقونو د څار ډله وايي دوو نړیوالو څارونکو لیدلي چې عراقي عسکرو دا بندیان وژلي دي. څارونکي وايي د پوځ یوه ډله، چې ځان یې د شپاړلسمې فرقې سرتېري بلل، ولیدله چې څلور لوڅ بندیان یې ولېږدول او لږ وروسته بیا د ډزو غږونه واورېدل شول. دوی سرتېرو ورته وویل چې بندیان د داعش جګړه ماران وو.

یو څارونکي د بشري حقونو د څار ډلې ته وویل چې وروسته بیا دوی یو شمېر وژل شوي کسان ولیدل چې په سړکونوکې لوڅ پراته وو. د داعش جګړه ماران د امریکا د پوځ له ملاتړه برخمنو عراقي ځواکونو سره له نهو میاشتو جنګ وروسته د موصل له شمالي ښار څخه وشړل شول.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د جولاۍ په ۱۰ اعلان وکړ چې موصل یې فتح کړ، خو له دغه اعلان وروسته هم څو ورځې جنګ روان و.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې عراقي ځواکونه ښودل کیږي چې بې وسلې خلک وهي او یو کس له یوې غونډۍ لاندې ګوزاروي او وژني.

د بشري حقونو د څار ډلې نه دي ویلي چې دقیقآ څومره بندیان په دې ډول وژل شوي دي.

د عراق حکومت ویلي چې په جنګ کې د لومړنیو تورونو په اړه به تحقیقات کوي او سرغړونکو ته به سزا ورکوي، خو د بشري حقونو د څار ډلې د دغه نوي راپور په اړه د عراق د حکومت ویاندویانو لا څه نه دي ويلي.