کابل کې مظاهره چیانو د حکومت د مشرانو د استعفا غوښتنه وکړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دا له نورو سره شریک کړئ فېسبوک دا له نورو سره شریک کړئ ټوېټر دا له نورو سره شریک کړئ Messenger دا له نورو سره شریک کړئ بریښنالیک شریک یې کړئ

مظاهره کوونکو غوښتنه کوله چې د حکوت مشران دې له دندو استعفا وکړي.
د هغې ډلې سلګونه غړي بیا په کابل کې مظاهرو ته راووتل چې د روژې میاشتې تر خونړۍ چاودنې وروسته یې د کابل د واټونو او څلور لارو په بندولو پر حکومت فشار راوستی و.

د بدلون پاڅون غړو حکومت هماغسې د امنیت په ټینګښت کې پاته باله او خپلې مخکینۍ غوښتنې یې چې د ولسمشر او اجراییه رییس استعفی وه، بیا غبرګولې.
"نړېواله ټولنه دې د افغانستان په سياسي مسايلو کې بې پرې اوسي"

کابل کې پیل شوی لاریون په سوله ییزه بڼه پای ته ورسېد
پخوانيو طالب مشرانو د نوي غورځنګ اعلان وکړ
"د لاریون د تاوتریخوالي عاملان د قانون منګولو ته سپارل کېږي"
دوی همداراز د افغانستان له ملي شورا وغوښتل چې ولسمشر او اجراییه رییس استیضاح کړي.
د افغانستان لوی څارنوالۍ په کابل کې د بدلون پاڅون تر لومړۍ مظاهرې وروسته د کابل د ګارنیزیون د مشر جنرال ګل نبي احمدزي او د کابل د امنیه قومندان جنرال حسن شاه فروغ دندې وځنډولې چې ولسمشرۍ ماڼې یې هرکلی وکړ.