د ترینګلتیا ختمولو په موخه پاکستان ته د افغان پارلماني پلاوي سفر

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حضرت عمر زاخېلوال زیاتوي، په دغه پلاوي کې به د ولسي جرګې او مشرانو جرګې شاوخوا ۲۵ غړي شامل وي.
پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د افغانستان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې يو پلاوی به د اګست مياشتې پر لومړۍ نېټه اسلام اباد ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د ترینګلتیا له منځه وړلو لپاره رول ولوبوي.
د افغان پلاوي دغه سفر د دواړو هېوادونو د سیاستوالو ترمنځ د خبرو اترو هغې لړۍ برخه ده، چې تردې وړاندې د روان کال په اپرېل میاشت کې د پاکستاني پارلمان يو پلاوی کابل ته تللی و.

د ښاغلي زاخېلوال په خبره، دغه افغان پلاوی به د ولسي جرګې د مشر عبدالرؤف ابراهيمي په مشرۍ کې د اګست له لومړۍ نېټې تر درېيمې اسلام اباد کې وي او د پاکستان د پارلمان له غړیو، سیاستوالو او لوړپوړو حکومتي چارواکو سره به ملاقاتونه وکړي.

حضرت عمر زاخېلوال زیاتوي، په دغه پلاوي کې به د ولسي جرګې او مشرانو جرګې شاوخوا ۲۵ غړي شامل وي.
د ترینګلتیا ختمولو په موخه کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر
کرزی او عبدالله د خبرو لپاره پاکستان ته ځي
"د پاکستان او افغانستان پوځیان، استخباراتي او حکومتي چارواکي دې خبرو ته کښېني"
کابل ته د ای ایس ای مشر نوید مختار سفر
نبیل: پاکستاني چارواکي کابل ته په راتګ وخت ضایع کوي
شاوخوا دوه نیمې مياشتې وړاندې د پاکستاني پارلمان په پلاوي کې پنځلس غړیو کابل ته سفر کړی و.
د پاکستاني پارلمان پلاوی چې ددغه هېواد د قامي اسمبلۍ د مشر ایازصادق په مشرۍ کې په دوه ورځنۍ دوره کابل ته تللی و، تر دورې وروسته يې اسلام اباد کې له خبریالانو سره په خبرو کې دغه سفر ډېر ګټور بللی او ویلي يې و، چې د افغانستان حکومت او سیاستوالو ورسره د وروڼو په څېر چلند وکړ.
په دغه پاکستاني پلاوي کې یوه پښتانه سیاستوال بیا بي بي سي ته تردې دورې وروسته وویل، د دواړو غاړو ترمنځ ښې خبرې او بحثونه وشول او په خبره يې په پلاوي کې شامل ځينه پنجابيان سیاستوال د افغانستان غاړې د سیاستوالو په مېلمستیا او مدللو خبرو حیران شول، ځکه چې هغوی ته په پاکستان کې د کابل یواځې د کرکې عکس ښودل شوی و.

شاوخوا دوه نیمې مياشتې وړاندې د پاکستاني پارلمان په پلاوي کې پنځلس غړیو کابل ته سفر کړی و.
د کابل او اسلام اباد د پارلمان پلاوو ترمنځ دغه هڅې داسې مهال کېږي، چې د دواړو هیوادونو اړیکې لاهم تر ډېره ترینګلې دي او په دواړو هیوادونو کې د ترهګرۍ د پېښې تور په سم لاسي توګه پر یوه بل پورې کېږي.
د ځينو سرچینو پر اساس، افغان دولت اوس هڅه کوي، له پاکستان سره د دوستۍ اړیکې د پوځ پر ځای له پارلمان او سیاستوالو سره جوړي کړې، ځکه چې ددوی په خبره په پارلمان کې يې اکثریت د باثباته افغانستان په حق کې دي.