ټرمپ اسراييلو کې د ایران د اټومي ګواښ خبرداری ورکړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د اسراییلو ولسمشر رېولن خپل استوګنځي کې د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ.
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ اسراییل ته د خپل سفر په لومړیو ساعتونو کې خبرداری ورکړ اټومي وسلې ته د ایران لاسرسی یو ګواښ دی.
ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته وویل:" ایران ته هېڅکله باید اجازه ورنه کړل شي چې اټومي وسله ترلاسه کړي."
ولسمشر ټرمپ وروسته له هغه اسراییل ته ورغی چې په سیمه کې تر ټولو مهم متحد، سعودي عربستان ته ولاړ او هلته یې د عربي هېوادونو مشرانو ته وینا وکړه.

ټرمپ اسراییلښاغلي ټرمپ سعودي عربستان کې هم په خپلې وینا کې ایران " سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړی هېواد" وباله.
ولسمشر ټرمپ او غني په لومړي ځل سره کتلي
'ټرمپ اسلامي هېوادونه د خیر او شر ترمنځ جګړې ته وبلل'
ټرمپ "د سخت دریځۍ ضد مبارزې ته د مسلمانو هېوادونو ملاتړ غواړي"
ټاکل شوې ده ښاغلی ټرمپ له دواړو، فلسطیني او اسراییلي مشرانو سره خبرې اترې وکړي.

ډونلد ټرمپ له مېلاني ټرمپ سره د اسراییلو په هوايي ډګر کې د امریکا د ملي سرود درناوي ته ولاړ دي.
هغه تر دې وړاندې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د سولې د تړون د ترسره کېدو ملاتړ کړی و، خو څرنګوالی یې ګونګ پرې ایښی و او ویل یې و چې ترجیح ورکوي دواړه خواوې خپلو منځو کې په نېغو خبرو اترو کې پرې سلا شي.
دا د ولسمشرټرمپ لومړنی بهرنی سفر دی چې دوه ورځې به اسراییلو کې پاتې شي.
د اسراییلو د ولسمشر رېولن استوګنځي کې ښاغلي ټرمپ وویل: ایران "باید د ترهګرو او ملیشو له مرګوني تمویل، روزنې او تجهیزه لاس واخلي".
په ۲۰۱۵ کال کې ایران د نړۍ له پیاوړو هېوادونو سره د یوه جوړ جاړي پر بنسټ ومنله چې د یو شمېر اقتصادي ګټو په بدل کې به خپل هسته یی پروګرام پڅ کړي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني چې ټاکنې یې د دوهم ځل لپاره هم وګټلې، پر دغه جوړجاړي ښه نوم وګټه.

ښاغلی ټرمپ اسراییلو کې د لوېدیځ دېوال وړاندې دعا ته ودرېد.
د غويي پر لومړۍ نېټې هم ولسمشر ټرمپ ایران تورن کړ، چې د "اټومي تړون سره یو مخ سم نه ځي". هغه وویل: "موږ په ډېر غور دا مسله ارزوو او ډېر ژر به په دې تړاو خبرې وکړو".
ډونلډ ټرمپ له ولسمشرۍ ټاکنو راهیسې دغه تړون خورا بد تړون بللی او د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما یې د دې تړون له امله ملامت کړی دی.
ټرمپ: د فلسطین او اسراییل تر منځ سوله به ستره لاسته راوړنه وي
ټرمپ سعودي عربستان کې د میلیاردونو ډالرو هوکړې کړې
اسراییلو ته په خپل لومړي سفر کې د امریکا ولسمشر له اسراییلو سره پر خپلې زړې ملګرتیا ټینګار وکړ خو سیمه کې یې د سولې ټینګښت هم اړین وباله.

ټرمپ هغې کلیسا ته ولاړ چې د عیسوي روایتونو پر بنسټ، عیسي (ع) هلته خښ شوی و او بېرته ژوندی شو.
ولسمشرټرمپ وویل: " ځوان اسراییلیان او فلسطینیان حق لري خوندي وي او له تاوتریخوالي لېرې چې د ډېرو ژوند یې ترې اخیستی د خپلو خوبونو د بشپړولو هڅه وکړي."
وروسته له دې چې د ولسمشر رېولن له استوګنځي ووت، ښاغلی ټرمپ هغې کلیسا ته ولاړ چې د عیسوي روایتونو پر بنسټ، عیسي (ع) هلته خښ شوی و او بېرته ژوندی شو.