د سپینې ماڼۍ په حواله د ټرمپ د وینا ځینې برخې!

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ به په ریاض کې د اسلامي هېوادونو مشرانو ته په وینا کې د اسلامي سخت دریځۍ په وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړي.

په دې غونډه کې به چې د اسلامي هېوادونو له پنځوسو زیاتو مشرانو ګډون کړی، د اسلامي دولت ډلې یا داعش او نورو سخت دریځو ډلو په وړاندې د مبارزې پرل ارو چارو خبرې وشي.

دغې غونډې ته د ولسمشر ټرمپ وینا د هغه د بهرني سفر یوه مهمه برخه بلل کېږي.

د دغې وینا ځینې برخې له مخکې سپینې ماڼۍ خپرې کړي چې له مخې به‌یې ټرمپ د ترهګرۍ په وړاندې جګړه د خیر او شر تر منځ جګړه یاده کړي نه د مدنیتونو تر منځ جګړه.

د دغې وینا د متن له مخې، ټرمپ به د اسلامي هېوادونو مشرانو ته ووایي چې دغه جګړه د وحشي جنایتکارانو چې د انساني ژوند د له‎منځه وړلو هڅې کوي او د ټولو مذهبونو د هغو نجیبو خلکو چې د هغې د خوندي کولو هڅه کوي، تر منځ جګړه ده.

دا په دې معنی چې د دغو ستونزو، د اسلامي سختدریځۍ او د اسلامي ترورېستي ډلو چې له هغې الهام اخلي په وړاندې باید د زړه له اخلاصه مبارزه وشي.

ټرمپ به ووایي چې د بې‌ګناه مسلمانانو د قتلونو، د ښځو په وړاندې د ظلمونو، د یهودانو د ځورولو او د مسیحیانو د ډله‌ییزې وژنې په وړاندې باید ټول په ګډه ودرېږي.

ټرمپ به د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره د اتحاد غوښتنه وکړي او وبه وایي چې ترهګري په نړۍ کې خپره شوې خو د سولې مسیر هم له همدې ځایه پیلېږي، له همدغې لرغونې خاورې، له همدغه سپېڅلي ځایه.

د سپینې ماڼۍ له‎خوا د ټرمپ د وینا د ځینو خپرو شویو برخو له مخې ټرمپ به ټینګار وکړي چې پر شریر ځواک د برلاسه کېدو یوازنۍ لاره دا ده چې د ښه نیت ځواکونه سره یو موټی او پیاوړي وي او ټول په دې تالار کې په عادلانه توګه خپله ونډه واخلي او مسؤلیتونو ته اوږه ورکړي.

ټاکل شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر له سعودي وروسته اسرائیل، ایټالیا او بلجیم ته ولاړ شي.

نوموړی به د ایټالیا په سیسلي کې د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو او د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د مشرانو په غونډو کې ګډون وکړي.

پخواني معلومات
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ به له سعودي عربستان څخه د کتنې په دوهمه ورځ نن په ریاض کې د اسلامي هېوادونو د مشرانو غونډې ته وینا وکړي.

ډونالد ټرمپ، د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز السعود او د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په ګډون د اسلامي هېوادونو له ۵۰ زیات مشران به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

په دې غونډه کې به د اسلامي دولت ډلې یا داعش او نورو سخت دریځو ډلو په وړاندې د مبارزې پر لارو چارو خبرې وشي.

دغې غونډې ته د ولسمشر ټرمپ وینا د هغه د بهرني سفر یوه مهمه برخه بلل کېږي.

ټرمپ منځني ختیځ ته د بهرني سفر له پیلېدو مخکې په اوونیزه وېډیویي وینا کې چې د تېرې جمعې په ورځ له سپینې ماڼۍ خپره شوه، په دې اړه چې دی به د اسلامي هېوادونو مشرانو ته په وینا کې څه ووایي، یو لړ څرګندونې درلودې.

ښاغلي ټرمپ ویلي و:

"زه به په دغې وینا کې په څرګنده او واضح د امریکا د خلکو نظریات بیان کړم. ډېرو دغو مشرانو په مخ په زیاتېدونکي ډول د ترهګرۍ، د افراطیت د پراخوالي او له دغو دواړو د مالي تمویل برخه کې د ایران د رول په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. اوس داسې لیدل کېږي چې د اسلامي هېوادونو مشران دې ته تیار دي چې ډېر مسؤلیتونه په غاړه واخلي او په خپله سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې پراخه ونډه واخلي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې دغه کار وکړو، سره یوځای یې ترسره کړو. باید دغه کار وشي."


هغو د مسلمانانو ضد څرګندونو ته په پام سره چې ټرمپ د ولسمشرۍ په انتخاباتي کمپاین کې کړي او وروسته ځیني نور اقدمات‌یې چې د ولسمشر په توګه کړي، د هغه دغه وینا به له نېږدې څارل کېږي.

ټرمپ هڅه کړې چې د یو شمېر اسلامي هېوادونو اتباع په موقت ډول متحده ایالاتو ته له ننوتو منع کړي.

ټرمپ به په دغې وینا کې چې د متن یوه کاپي یې له مخکې اسوشیټېډ پرس اژانس ترلاسه کړې، له اسلامي نړۍ د سخت دریځۍ او افراطیت په وړاندې د یو ګډ دریځ غوښتنه وکړي.

هغه به دغې جګړې ته د ښو او بدو تر منځ د جګړې نوم ورکړي او د عربي هېوادونو له مشرانو به وغواړي چې له خپلو عبادت ځایونو ترهګر لیرې کړي.

د ټرمپ د وینا په مسوده کې د «اسلامي افراطي ترهګرۍ» له عبارت نه هغه چې ده مخکې د ولسمشرۍ په انتخاباتي کمپاین کې کاراوه، یادونه نه‎ده شوې.

ټرمپ هغه وخت پر پخواني ولسمشر بارک اوباما او پر خپلې ډموکراتې رقیبې هېلري کلېنټن بیا-بیا انتقادونه کړي و چې ولې دغه عبارت نه‌کاروي.

ولسمشر ټرمپ به دغه‌راز د سوریې پر ولسمشر بشارالاسد د بشریت ضد نه‌ویلو جنایتونو په خاطر انتقاد وکړي او ایران به هم د سوریې په شپږ کلنه کورنۍ جګړه کې د خپل رول په خاطر وغندي.

ټرمپ به د منځني ختیځ له ټولو پاک زړو ملتونو وغواړي چې په سیمه کې د ایران له‌خوا د بې‌ثباتۍ د هڅو د مخنیوي لپاره همکاري وکړي او په سیمه کې د قدرت یو انډول رامنځته کړي.

ټاکل شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر به په دغه سفر کې له سعودي وروسته د دوشنبې په ورځ اسرائیل ته ولاړ شي.

د اسرائیل پر صدراعظم سربېره د فلسطیني ادارې له مشر سره به لیدنې کتنې ترسره کړي او له هغه ځایه به واتیکان ته ولاړ شي.

ټرمپ اروپا ته په سفر کې د ایټالیا په سیسلي کې د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه او وروسته د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون کوي.